Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

م.م: روان کال کې کابو سل زره افغانان په کور د ننه بې‎ځایه شوي دي

ملګري ملتونه روان ۲۰۱۸ زیږدیز کال له پیله افغانستان کې له سل زرو زیاتو کسانو د بې ځایه کېدو خبر ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په راپور کې راغلي، چې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د اوسنۍ میاشتې مې تر ۱۳مې افغانستان کې ۱۰۸ زره کسان د جګړو، طبیعي پېښو په تېره د سېلابونو راوتو له کبله له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

راپور کې راغلي چې غزني څخه د افغانستان په کچه تر ټولو زیات ۱۰زره کسان او په دوییم ځای کې له بغلان څخه ۴۰۰۰ کسان بې ځایه شوي دي.

راپور دغه راز وايي چې فراه کې هم د لنډ مهال لپاره ۱۰ زره کسان د جګړو له وېرې بې ځایه شوي.

تېره ۲۰۱۷ کال کې افغانستان په کور دننه ۴۴۵ زره بې ځایه شوي کډوال درلودل.

د ملګري ملتونه وايي چې د روان زیږدیز کال د مې تر ۱۳مې افغانستان کې ۱۰۸ زره کسان د جګړو، طبیعي پېښو په تېره د سېلابونو راوتو له کبله له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي

شریک یي کړئ