د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د رایو ورکونکو د نوم لیکنې له ۱۴۱۹ مرکزونو په ټول هېواد کې کابو ۷۰ مرکزونه د ناامنیو له امله تړلي دي.
دا کمېسیون زیاتوي د هېواد په سوېل او سوېل ختیځ برخو کې لږو خلکو نومونه لیکلي خو له دې سره سره د ورځې له ۶۰ تر ۷۰ زره کسان د نوم لیکنې په مرکزونو کې خپل نومونه لیکي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د شمېرو له مخې تراوسه کابو ۵۰۰ زره کسانو نومونه لیکلي دي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړی سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه وویل:«اندېښنه دا ده چې ښځو تراوسه ۲۴ سلنه نوملیکنه کړې، او د اندېښنې وړ ده. خو په کابل کې، د نوملیکوونکو شمېر زیات دی په شمالي ولایتونو کې د ګډون کوونکو خلکو شمېر زیات دی. له بده مرغه په سوېل او سوېل ختیځو ولایتونو کې د ښځو او نرینهوو حضور کم دی.»
له بلخوا دغه وزرشکاران چې له خپلو یو شمېر پلویانو سره د رایو ورکونکو د نوم لیکنې دغه مرکز ته ورغلي له خلکو غواړي په ټاکنو کې ګډون وکړي.
یو له دغو لوبغاړو احمد ولي هوتک وویل:«له خلکو غواړو چې نوملیکنه وکړي او په ټاکنو کې ګډون وکړي او خپل مسوولیت ادا کړي.»
دغه وزرشکاران له حکومته غواړي باید د رایو د مرکزونو امنیت خوندي کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د رایو ورکولو له ۷۳۵۵ مرکزونو ۹۴۸ د حکومت تر واک لاندې سیمو څخه بهر او تړلي دي. نوموړي کمېسیون د تلې میاشتې اته ویشتمه نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره اعلان کړې ده.