د پوهنې وزارت تېره ورځ(سېشنبې د غويي پر ۴مه) وايي چې په کندز ولایت کې ټول ښوونځي د دې وزارت، سیمهييزو چارواکو او قومي مشرانو پر هڅو پرانیستل شوي دي.
د یاد وزارت د نشراتو رئيس، کبیر حقمل زیاړوي چې د حکومت د سیاست له مخې د ښوونکو معاشونو د ورکړې په موخه د کندز پّ ولسوالیو کې د بانو څانګې پرانیستل شوې دي تر څو ښوونکي پرته له کومې ستونزې خپل معاشونه ترلاسه کړي.
دی وړاندې وايي:«د ټولو ولایتي مسوؤلینو، د پوهنې وزارت، سیمهيیزو قومې مشرانو، دیني عالمانو په هڅه ښوونځې پرانیستل شوي دي.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ طالبانو په یوه اعلامیه کې وویل، په کندز کې ټول ښوونځي د دې ډلې په هڅو پرانیستل شوي دي.
د افغانستان د خلکو محور د ګوند غړې، حمیده عثمان وايي:«زه وایم چې حکومت ټولو مواردو کې دې کسانو ته امتیاز ورکړی دی، په دې برخه کې امتیاز ورکړ او تر څو ټول هېواد کې ښوونځي پرانیستل شي او ماشومان مو ښوونځیو ته ولاړ شي.»
همدراز، شاعر او لیکوال، یاسین نګاه زیاتوي:«یو شمېر یې د باج اخیستو او یو شمېر یې د پیسو لپاره. د کورنیو چارو وزارت مخې ته د خونړۍ پېښې او وروسته له څو میاشتو وینو چې طالبانو یو داسې کار کوي چې موږ ورته د معقولې سترګې وګورو.»
له دې مخکې سیمهییزو چارواکو ویلي وو، طالبان وايي په دې ولایت کې د معتمدینو لخوا د ښوونکو د معاشونو د ورکولو په شرط د ښوونځیو فعالیت ته اجازه ورکوي خو طالبان دا ادعا ردوي.