Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل او واشنګټن د ستراتېژيک ګډون د تحکیم لپاره د امرېکې سفیر ژمنه

په کابل کې د امریکا نوی سفیر جان بس، په کابل کې د خپل ماموریت له پیل څخه وروسته په لومړنۍ وینا کې له افغانستانه د امریکې د ملاتړ پر دوام ټینګار کوي.

جان بس وایي د واشنګټن د ستراتېژیکو همکاري پراختیا، په افغانستان کې د سولې ټینګښت او د فساد پر وړاندې مبارزه کې به هڅې وکړي.

که څه هم هغه په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره د کابل او واشنګټن ګډې هڅې له ننګونو ډکې ګڼي خو په هېواد کې د دغو ستونزو د هواري لپاره پر هڅو ټینګار کوي.

ښاغلي بس څرګنده کړه:«زموږ کار تر ډېره له ننګونو ډک دی خو د یو بل په مرسته او همکارۍ پرې برلاسي کېدای شو، موږ د سولې او امنیت، د سوداګریزې او اقتصادي پراختیا د زیاتوالي او له فساد او نشه‎یي توکو سره د مبارزې په اړه ژمن یوو، زه د ښوونې او روزنې د ښه کولو، جنسیتي برابرۍ، بشري حقونو او قانون د واکمنۍ په برخو کې د افغانستان له هڅو ملاتړ ته ژمن یم.»

په داسې حال کې چې دغه لوړپوړی امریکایي ډیپلوماټ په افغانستان کې د امنیت پر راتلو ټینګار کوي خو د مشرانو جرګې یو شمېر غړي په دې باور دي ترهغه چې په پاکستان کې د ترهګرۍ ریښې له منځه ولاړې نه‎شي په افغانستان کې به سوله رانه‎شي.

که څه هم په وروستیو میاشتو کې د هغه څه له امله چې له ترهګرو ډلو د پاکستان ملاتړ بلل کېږي پر نوموړي هېواد د امریکا فشارونه زیات شوي خو اسلام اباد له ترهګرو ډلو ملاتړ ردوي.

شریک یي کړئ