دکورنیو چارو وزارت نن(یکشنبې د کب۲۷مه) تائیدوی چې د یوه خصوصي ښوونځي زدهکوونکی د لاسي بم په چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یاد وزارت د ویاند مرستیال، نصرت رحیمي څرګندوي وايي چې دا پېښه د کابل دیارلسمه حوزه په دشت برچي سیمه کې هغه مهال شوې ده چې یوه زدهکوونکي غوښتل پر ښوونځي د لاسي بمي برید وکړي.
له بریدکوونکي بغیر بل چا ته د زیان اوښتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
ښاغلي رحیمي د پيښې لامل او د برید کوونکي پېژاند په اړه څه نه دي ویلي.
پولیسو د پېښې په اړه څېړنې پيل کړې دي.