Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د موبي ګروپ پر کارکوونکو د طالبانو ځانمرګي برید پنځمه کلیزه

نن د موبي ګروپ پر کارکوونکو د طالبانو د ځانمرګي برید چې د تورې چهارشنبې نوم ورکړل شوی، له پنځمې کلیزې سره برابره ده.

پنځه کاله مخکې، د ۱۳۹۴ کال د سلواغې په لومړۍ نېټه، د طالبانو په یوه ځانمرګي برید کې چې د موبي ګروپ د کارکوونکو موټر یې په نښه کړ، د دغو کارکوونکو اوو تنه ووژل شول او ۲۵ تنه نور ټپيان شول.

د دغه ځانمرګي برید د قربانیانو کورنۍ وايي هغو کسانو چې د دوی اولادونه یې ترې اخیستي دي، ونه بښي.

د یوه قرباني محمد علي محمدي کورنۍ د جګړې له ښکېلو لوریو څخه غواړي چې سوله وکړي.

د محمد علي محمدي پدر  غلام نبي وايي:«دا یو ناحقه ظلم دی چې د افغانستان د خلکو پر سر شوی دی. په ځانګړې توګه پر ما. زه دوی نه بښم.»

حسین فقیر زاده د موبي ګروپ د کارکوونکو پر موټر په شوي ځانمرګي برید کې یو له ژغورل شویو کسانو دی، خو په هغې پېښه کې یوه سترګه یې ړنده او د بلې سترګې لید یې کمزوری شوی.

هغه وايي:«هره شېبه او هر وخت مې چې یادېږي، ځګر خونه کېږم.»

د موبي ګروپ د کارکوونکو د لېږد بس کې څه باندې ۳۰ تنه وو. دغه بس هغه مهال د کابل په درالامان واټ کې په نښه شو چې د موبي ګروپ کارکوونکي یې کورونه لېږدول.

له دغه برید څو ساعته وروسته طالبانو د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره د هغه مسوولیت ومنه.

اوس چې له طالبانو سره د سولې مذاکرات جریان لري، یوځل بیا پر خبریالانو او د مدنې ټولنې پر فعالانو بریدونه زیات شوي دي. لکه څنګه چې په تېرو درې میاشتو کې پنځه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي او درې تنه د مدني تولڼې فعالان په هدفي ترورو کې وژل شوي دي.
  
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د پروګرامونو مسوول صدیق الله توحیدي څرګندوي:«هره ډله، هره کړۍ او هر سازمان چې د دغو وژنو تر شا حضور لري، په دقیقاً د بیان ازادۍ سکتور او د رسنیو ازادي یې په نښه کړې ده.»

د موخه ییزو بریدونو ډېرښت په کور دننه او بهر ډېرې اندېښنې راپارولي دي. د سې شنبې په ورځ د ارزګان په مرکز ټرینکوټ ښار کې په یوې چاودنه کې یو سیمه ییز خبریال ټپي شوی دی.

ټپي شوی خبریال شاه محمود همدرد وايي:«موږ خپلواکه یوو او په چا کار نه لرو.»

موبي ګروپ له ۱۳۹۴ کال راهیسې تراوسه خپل ۱۱ کارکوونکي په ترهګریزو پېښو کې له لاسه ورکړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه