د ماليې وزارت چارواکي وايي، د راتلونکي مال کال لپاره د بودجې په مسوده کې یو څه بدلونونه تر سترګو کېږي.
د دې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وايي، په پراختیايي بودجه کې د ۱۲ سلنه ډېرښت تر څنګ پراختيايي پروژې هم د خلکو د اړتیاو پر اساس په پام کې نیول شوې دي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځينې غړي وايي لا هم د ماليې وزارت د بودجې مسوده له ستونزو ډکه ده.
د ولسي جرګې غړی، غلام حسین ناصري وايي: «حکومت ځينې هغه پروژې چې سږ کال يې په ترسره کولو بریالی نه شو، له بودجې لرې کړې دي او ځينې نوې پروژې يې ځای پر ځای کړې دي. همدارنګه ځينې نورې ستونزې هم لري.»
د ماليې وزارت د معلوماتو پر بنسټ د راتلونکې مالي کال لپاره ټوله ۳۹۹ میلیارده افغانۍ بودجه په پام کې نیول شوې ده، چې ۴۹ سلنه به يې کورنیو سرچینو او ۵۱ نوره به يې د بهرنیو مرستو په وسیله تمویل شي.
تېرو پنځو کلونو ته په کتو پر بهرنیو مرستو تکیه کال پر کال کمه شوې ښکاري، د ماليې وزارت چارواکي وايي هڅه کوي چې کورني عایدات ډېر کړي او پر بهرنیانو کمه تکیه ولري.