Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان او ناروې ترمنځ د راکړې ورکړې لپاره مشورې

د افغانستان لپاره د ناروې سفارت چارسمبالي، پال کلومن بکن د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست، نور الدین عزیزي او د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال، شیر محمد عباس ستانکزي سره په لیدنه کې د سوداګریزو او سیاسي موضوعاتو په تړاو خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد وایي چې په دغه لیدنه کې له ناروې او اروپايي ټولنې سره د افغانستان د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوالي او په ناروې کې د افغان محصولاتو د نندارتونو پر جوړولو ټینګار کړی دی.

اخندزاده عبدالسلام جواد زیاته کړه: «د افغانستان د اسلامی امارت د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست د ناروې شاهي دولت له شارژدافېر، پال کلومن بکن سره لیدلي دي. په دغه لیدنه کې دواړو خواوو د ناروې او ارورپایي ټولنې سره د سوداګریزو اړیکو، په ناروې هېواد کې د نندارتونونو د جوړولو او د افغاني تولیداتو په ځانګړې توګه د قالینو لاسي صنایعو په ګډون د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې شوي.»

د چارو یو شمېر شنونکي بیا ټینګار کوي چې د نړۍ له هېوادونو په ځانګړې توګه له اروپايي هېوادونو سره د اړیکو پراختیا د افغانستان او نړۍ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا کې ډیر مهم رول لوبوي.

د اقتصادي چارو شنونکي،  سلیم پیګیر وویل: « هغه لیدنې چې د افغانستان په چارو کې د ناروې استازي د افغانستان د اسلامي امارت له مسوولینو سره وکړه، په ټوله کې د افغانستان د خلکو په ګټه دي د ناروې استازی کولای شي چې د افغانستان مناسبات له اروپایي هېوادونو سره غوره کړي.»

د سیاسي چارو یو بل شنونکي، عبدالظهور مدبر هم په دې اړه وویل: « دا چې ټولې اقتصادي سرچینې یوې ځانګړې جغرافیې باندې تمرکز نه لري نو هېوادونه باید اقتصادي او سټراټیژیکې اړیکې ولري. د هېواد د اقتصادي وضعیت د ناورین له امله د اقتصادي وضعیت په اړه هره ناسته د افغانستان په ګټه دي.»

تر دې وړاندې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي ویلي و، هڅه روانې دي چې د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه لا نوره هم لوړه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه