Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

برېښنا شرکت: کاسا زر پروژه به د روان کال غويي میاشت کې پیل شي

د برېښنا شرکت وايي، په ترکیه کې یې د نړۍوال بانک او قراردادي شرکتونو له استازو په ورستۍ ناسته کې پریکړه کړې چې د کاسا زار پروژې کار به د روان غویي میاشت کې پیل شي.

د افغانستان برېښنا شرکت زیاتوي، چې په ترکیه کې د نړیوال بانک او قراردادي شرکتونو له استازو سره په شوې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د کاسا زر پروژې کار به د روان لمریز کال په غويي میاشت  کې پیل شي.

د افغانستان برېښنا شرکت ویاند، حکمت‌الله میوندي طلوع نیوز ته و ویل: « هغوی ومنله چې د ۱۴۰۳ کال په غويي میاشت کې د دغې پروژې کار پیل شي.»

په افغانستان کې د کاسا زر پروژه د کندز، پنجشیر، بغلان، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار ولایتونو له ۳۳ ولسوالیو تېرېږي چي د دې پروژې په عملي کېدو سره به دغه ولایتونه له برېښنا برخمن شي.

د دې پروژې ارزښت. یو اعشاریه دوه میلیارده ډالره دی، چې له دې منځه په افغانستان کې ۳۶۰ میلیونه ډالره لګښت غواړي چې ۲۶۰ میلیونه ډالره یې د جمهوریت پر مهال د نړیوال بانک له خوا ورکړل شوي دي.

د اقتصادي چارو ځيني شنونکي پر دې باور دي چې نړۍوال بانک د کاسا زر پروژې تر څنګ، باید د یو شمېر نورو پروژو ملاتړ هم وکړي، ځکه د دوی پر باور د نړۍوال بانک د فعالیتونو بیا پیلېدل د هېواد پر اقتصادي ودې اغېز لري.

د اقتصادي چارو شنونکي، میر شکیب میر و ویل: «د کاسا برېښنا پروژه له تاجېکستان او قرغېزستانه ۱۰۰۰ برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي، چې د انرژۍ له ناورین سره مخ دی او نړۍوال بانک د دې پروژې د تمویل مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.»

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالنصیر رښتیا  و ویل: په افغانستان کې له سياسي بدلونه مخکې نړۍوال بانک په افغانستان کې څه دپاسه ٧٥٠٠ پروژې تمويل کړې چې له سلو زرو زيات افغانان په کې په کار بوخت وو. نو زه فکر کوم چې که نړۍوال بانک دا پروژې بیا پیل کړي، هغه لویه ستونزه چې نن ورځ افغان حکومت او خلک ورسره مخ دي، بېکاري او بې وزلي ده او په دې پروژو کې به ګڼ شمېر افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کاسا زر پروژې طرحه په ۲۰۰۸ کال کې جوړه او په ۲۰۱۸ کال کې یې د ښکېلو هېوادونو ترمنځ تړونونه لاسلیک شول.

خو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د کاسا زر پروژې عملي کار نه دی پیل شوی.

کاسا زر پروژې طرحه په ۲۰۰۸ کال کې جوړه او په ۲۰۱۸ کال کې یې د ښکېلو هېوادونو ترمنځ تړونونه لاسلیک شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه