د ملي یووالي حکومت اجرائيه رئیس، عبدالله عبدالله وايي د هېواد د ولسي جرګې په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون دا ښکاره کړه چې خلک ترهګرۍ او تاوتریخوالي نه بلکې دموکراسي او ولسواکي غواړي.
اجرائيه رئیس له طلوع نیوز سره په خبرو کې زیاته کړه:«د ټاکنو پیغام د خلکو لخوا د ترهګرۍ، تاوتریخوالي او د دښمنانو چلوټیو ردول دي.»
ښاغلي عبدالله همداراز د شنبې ورځې د ټاکنو په بهیر کې د ستونزو یادونه وکړه او خپله تجربه یې یاده کړه:«د رای ورکوونکو نوملړ ستونزه درلوده، ما هم کله چې نن رایه ورکوله له ستونزې سره مخامخ شوم ـ د ع توری په نوملړ کې نه پیدا کېده.»
سره له دې نوموړي ټینګار وکړ چې دا ستونزې باید تکرار نشي:«یو شمېر ستونزې د ټاکنو په بهیر کې وې، زما اندېښنه دا ده چې یو ځل بیا خلک پر ټاکنو خپل باور له لاسه ورنکړي.»
اجرائیه رئیس د هېواد راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته په اشارې وویل:«هیله ده چې د ولسمشرۍ ټاکنې پر وخت ترسره شي.»
عبدالله عبدالله د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ولسمشریزو ټاکنو لپاره به ځان نوماند کړې او که نه؟ وویل:«د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د نومونو اعلان ته کابو شل ورځې پاتې دي او هغه وخت به مالوم شي.»
ده د مرکې په بله برخه کې هم د سولې او د امریکا لخوا خبرو مېز ته د طالبانو راکاږلو په اړه هم خبر وکړي.«طالبان د موقت حکومت نه بله توجیه لري چې موقت حکومت د خلکو استازې توب کوی، ـ خو داسې نه ده، د خلکو اراده بل څه ده.»
ښاغلي عبدالله همداراز زیاته کړه چې امریکامتحده ایالاتونو مخکې له دې چې د افغانستان سولې لپاره خپل ځانګړی استازی کابل ته راوساتوي، له طالبانو سره اړیکې درلودې.