Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا د سنا جرګې د درې هېوادونو لپاره د مرستو نوې بسته تصویب کړه

د امریکا د سنا جرګې د اوکراین، اسراییل او تایوان لپاره د دغه هېواد د ۹۵ مېلیارد ډالري مرستو بسته تصویب کړې ده.

دغه لایحه له ۷۹ موافقو او ۱۸ مخالفو رایو سره د امریکايي سناټورانو له خوا تصویب شوې ده.

د دغې بستې څه باندې ۶۰ مېلیارد ډالر اوکراین، ۲۶ مېلیارد ډالره اسراییل او څه باندې ۸ مېلیارد ډالره یې د تایوان لپاره ځانګړي شوي دي.

د امریکا د سنا په جرګه کې د ډموکراتانو مشر چاک شومر په دې هکله ویلي:«ښاغلیه ولسمشره! نن د سنا جرګه ټولې نړۍ ته یو پیغام استوي. امریکا به د اړتیا په وخت کې تل له ډموکراسۍ دفاع وکړي. موږ خپلو متحدانو ته وايو چې موږ به ستاسو ترڅنګ وو. موږ خپلو دښمنانو ته وایو چې له موږ سره مه‌ ښکېل کېږي. موږ نړۍ ته وایو، موږ به د ډموکراسۍ د دفاع لپاره هر هغه کار چې په وسه مو پوره وي ترسره کړو.» 

د امریکا د سنا په جرګه کې د جمهوري غوښتونکو مشر میچ مک‌کانل هم څرګندوي:«کله چې پوتین په اوکراین کې خپلې جګړې ته زور ورکړ، ما خپلو همکارانو ته وویل چې متحدان او دښمنان د امریکا غبرګون ته به یو شان پاملرنه وکړي. کله چې د ایران تر ملاتړ لاندې ترهګرو د اکټوبر پر اوومه پر یهودي هېواد برید وکړ څو بې ګناه اسراییلي قتل عام کړي، ما خبرداری ورکړ چې نړۍ په دقت هغو نښو ته متوجه دي چې ښيي د امریکا مشرتابه واقعاً د کمزوري کېدو په حال کې دی.»

د دغې لایحې تصویب په کلکه د جمهوري غوښتونکو له مخالفت سره مخ شوی دی.

جمهوري غوښتونکي سناټور تامي توبرویل ویلي:«هغه کار چې موږ یې ترسره کوو د هغو امریکایانو پر مخ څپېړه ده چې، موږ یې د استازیتوب لپاره دلته استولي یو. د قوانینو، د سرحدونو د تړلو او د اقتصاد د اصلاح په هکله د بحث پر ځای، په مېلیاردونو ډالره د نړۍ یوه تر ټولو فاسد هېواد ته استوو. یوه موده کېږي چې په اوکراین کې جګړه له بندون سره مخ ده. د اوکراین خزانې ته د پیسو اچول یوازې جګړه اوږدوي او د ډېرې مرګ ژوبلې لامل کېږي.»

ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جوبایډن دغه لایحه لاسلیک کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه