د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ویلي، چې افغانستان دې د نړۍ مالي ملاتړ خپل کړي او دغه راز کنګل شوې پیسې دې یې ازادې شي.
پوتین دا هم ویلي، چې افغانستان کې ټیکاو د ټولو ګاونډیو هېوادونو په ګټه دی.
د روسیې د ولسمشر دا غږ داسې مهال دی، چې امریکا بیا بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان د پیسو زېرمې به کنګل وي او اسلامي امارت به ورته لاسرسی و نه مومي.
وروسته له هغې چې اسلامي امارت بیاځلې واک ته ورسېد، د افغانستان څه باندې ۹ میلیارده ډالر پیسې د امریکا مالیې وزارت کنګل کړې.
خو تر کومه چې د افغانستان په هکله د روسیې دریځ دی – دا دوه ورځې وړاندې ( د اکتوبر په ۲۰ مه نېټه) روسیې په مسکو کې پر افغانستان د یوې غونډې کوربهتوب وکړ.
په هغه غونډه کې د اسلامي امارت چارواکو او د شاوخوا ۱۰ هېوادونو استازو ګډون کړی وو، خو امریکا ورته خپل استازی نه وو وراستولی.
د مسکو د غونډې ګډونوالو په یوه ګډه اعلامیه کې غوښتنه وکړه چې افغانستان سره بشري مرستو لپاره دې یوه نړۍواله غونډه جوړه شي.
د روسیې ولسمشر دا هم ویلي، چې هېواد یې پر دې کار کوي چې طالبان د "افراطي ډلو" له لېسټ نه وایستل شي.
په دې اړه مو اندونه