میاشتې کېږي چې د افغانستان د دولتي پوهنتونونه د زده کړیالانو پر مخ تړلي دي او زده کړیالان له خپلو درسونو پاتې دي.
د لوړو زده کړو وزارت مرستیال لطف الله خیرخواه وايي چې تر راتلوونکو ۱۵ ورځو به د دولتي پوهنتونونو د څلورم کال درسونه به پيل شي.
ښاغلي خیر خواه په کابل کې په یوه علمي کنفرانس کې وویل چې د دولتي پوهنتونونو د پرانېستلو لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی دی.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین لطف الله خیرخواه وویل:«له ۱۰ تر ۱۵ ورځو کې به موږ او تاسې د هغو زده کړیالانو د درسونو د پیل شاهد وو چې وروستي سمسټرونه یې دي.»
لطف الله خیرخوا دغه راز د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د لغوه کېدو په تړاو ګنګوسې چې په وینایې ډېر محصلان یې اندېښمن کړي وو. رد کړې.
نوموړی پوهنتونونو ته د هغو استادانو پر بېرته راتګ ټینګار کوي چې له افغانستانه تللي دي او په هېواد کې له شته کدرونو غواړي چې د تحصیلي نظام په جوړښت کې له لوړو زده کړو وزارت سره همکاري وکړي.
له دې سره هم مهاله یو شمېر محصلان وایي چې د لوړو زده کړو وزارت باید ژر تر ژره دولتي پوهنتونونه پرانېزي.
زده کړیال ناصر وویل:«یونیم کال کېږي چې پوهنتونونه تړل دي. موږ له اسلامي امارته غواړو چې پوهنتونونه پيل کړي چې زده کړیالان ژر تر ژر خپلو درسونو ته دوام ورکړي.»
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په داسې حال کې د دولتي پوهنتونونو د احتمالي پېلېدو خبره کوي چې څو ورځې وړاندې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست هم ویلي وو، چې ډېر ژر به د دولتي پوهنتونونو درسونه پېل شي.
په دې اړه مو اندونه