کابل او څو نورو ولایتونو کې د صرافانو ټولنې او ځينې سوداګرو د یوه لاریون په ترڅ کې، د امریکا متحده ایالتونو د بې پیلوټه الوتکې هوايي برید وغنده او وایي چې دا کار د دوحې تړون خلاف دی.
دوی د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې، باید د هېواد له هوايي او ځمکني حریم څخه کلکه دفاع وکړي.
د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې او یو شمېر سوداګرو د امریکا پر وړاندې په یوې اعتراضیه راټولېدنه کې وویل، د افغانستان پر هوايي حریم د بې پیلوته الوتکو ګرځېدل د ټولو نړۍوالو قوانینو پر خلاف دي.
د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمان ځيرک وویل:«د خارجي هېوادونو د بې پیلوټه طیارو راتګ، د همسایه ملکونو د فضايي حریم له لارې د همسایه دارۍ د ټولو اصولو او اسلام ضد عمل بولو. خبرداری ورکوو، چې خپلو غلطیو ته متوجه واوسي.»
له دې سره سم، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، نړۍ ته په کار ده چې، د افغانانو اقتصادي وضعیت ته پام وکړي او باید د افغانستان پر بانکونو بندیزونه لرې کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند څرګنده کړه:«د افغانستان خصوصي سکټور، له ټولې دنیا سره خپلې اقتصادي اړیکې منظمې غواړي، د افغانستان د اقتصادي مفاداتو په رڼا کې.»
دغه ډول اعتراضونه د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ترسره شوي دي.
په کندهار، هلمند او زابل ولایتونو کې هم ځينو صرافانو له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې، پر افغانستان د برید لپاره هېچاته له خپلې خاورې د استفادې اجازه ورنه کړي.
د هلمند د صرافانو استازی روزخان وايي:«افغانستان یو مستقل هېواد دی، هېڅوک حق نه لري چې پر افغانستان حملې وکړي او زموږ بې ګناه هېوادوال شهیدان کړي.»
د کندهار د صرافانو استازي قندي اغا هم وویل:«هېچا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ په خاوره باندې مداخله وکړي.»
له بلوري د چارو ځینې شنونکي بیا په دې اړه داسې لید لوری لري.
د سیاسي چارو شنوونکی طارق فرهادي وايي:«په افغانستان کې د القاعدې حضور دوه ستونزې چې له یو بل سره نښتې دي رامنځته کوي. لومړی دا چې د اوسني حکومت اعتماد کم وي، امریکا او لوېدیځه نړۍ پر دغه حکومت اعتماد نه کوي او اقتصادي بندیزونه دوام کوي.»
تر دې مخکې د رییس الوزرا دویم مرستیال په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې پر برید له نیوکې سربېره ویلي وو چې، دغه برید د ملي حاکمیت او د دوحې هوکړې خلاف کړنه ده.
په دې اړه مو اندونه