پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د وروستیو واورو اورېدو له امله د ځينو لویو لارو له تړل کېدو سره، په دغو لویو لارو تګ راتګ ځنډېدلی دی.
د دغه وزارت چارواکي وایي، چې د هوا د سړېدو، سیلابونو، اورلګېدنو او ګاز نیونو له امله د مرغومې میاشتې له شلمې راهیسې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې ۱۲۴ تنه مړه شوي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیعالله رحیمي وویل:«په ۲۴ ولایتونو کې، ۱۲۶ تنه شهیدان شوي او څه باندې ۵۰ کورونه په بشپړه او نیمه توګه ویجاړ شوي دي.»
د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصاح د لویو لارو د تړلو په تړاو وايي:«ډېری لویې لارې د ټرافیک پر مخ پرانیستې دي، یوازې د کابل - جلال اباد لویه لار د ماهیپر په تنګي سیمه کې بنده شوې وه چې په سیمه کې ټيمونه موجود وو.»
د کابل ځينو اوسېدونکو د واورې له اورېدو تود هرکلی کوي او په ژمنیو لوبو بوخت دي. د کار و بار او د ځينو کسب کارانو بازار هم په سړه هوا کې ګرمېږي.
واورې د کابل ځينې سیمې په راښکونکو منظرو بدلې کړې دي، خو ښایي دغه منظرې د ګرمو کورونو د کړکیو له شاه ښکلې ښکاره شي، نه د بې وزلو له سړو جونګړو.
د کابل اوسېدونکی وسیم وویل:«پلاستیک، کاغذ او کارټن راغونډم او په بخارۍ کې یې سوزوو او خپلې ورځې پرې تېروو. د لرګیو او سکرو د اخیستو وس نه لرو.»
له دې ټولو سره سره، ژمي د زرګونه بې وزلو هېوادولو لپاره ژوند سخت کړی دی او هغوی د حکومت او مرستندویو بنسټونو مرستو ته په تمه دي.
په دې اړه مو اندونه