Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

م.م ۲۰۲۴ کې بشري ناورین ته د رسېدنې لپاره د ۴۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو په نړۍ کې له بشري ناورین سره د مقابلې لپاره د راتلونکي کال لپاره د ۴۶ میلیارده ډالرو بودیجې غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي، افغانستان د هغو ۵ هېوادونو په منځ کې دی چې تر ټولو زیاتې مرستې ته اړتیا لري.

دغې ادارې په ۲۰۲۴ کال کې له افغانانو سره د مرستې په موخه د ۳ میلیارد ډالر بودجې غوښتنه کړې ده.

اوچا لیکلي، «د دغو پنځو سترو هېوادونو لپاره د مرستې غوښتنه ددې ښکارندوي کوي چې په دغه هېواد کې بې وزلي څومره زیات دي او بې وزلي پکې څومره ده. په دغه غوښتنه کې د سوریې لپاره ۴ اعشاریه ۴ میلیارده ډالر، د اوکراین لپاره ۳ اعشاریه ۱ میلیارد ډالر، د افغانستان لپاره ۳ میلیارد ډالر، د اېتوپیا لپاره ۲ اعشاریه ۹ میلیارد ډالر او د یمن لپاره ۲ اعشاریه ۸ میلیارد ډالر دي.»

په افغانستان کې د بې وزلۍ د زیاتېدو له امله د مرستندویه بنسټونو د اندیښنو په دوام، اوس د کابل یو شمېر اوسېدونکي هم د ژمي د را رسېدو په درشل کې بې وزلو ته د مرستې رسولو غوښتنه کوي.

د کابل اوسېدونکي، محمد الله طلوع نیوز ته و ویل: «زه د دنیا ټول مخلوق د خپل ځان په څېر ګورم چې ټول خلک به وږي وي.»

اقتصاد وزارت بیا وايي، افغان ولس د نړۍوالو مالي بندیزونو له امله مرستې ته اړتیا لري او دغه وزارت به د مرستو رسولو په بهیر کې د روڼتیا په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري و ویل: «د افغانستان د پانګې کنګل پاتې کېدل، بشري مرستو ته اړتیا پیدا کړې ده. د اسلامي امارت اقتصاد وزارت هڅه کوي چې بشري مرستې په هېواد کې اړمنو ته ورسیږي. له نړۍوالې ټولنې زموږ غوښتنه دا ده چې له افغانانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.»

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا د اقتصادي ستونزو د له منځه وړلو لپاره بشري مرستې مهمې بولي او د مرستو رسولو په برخو کې د اسانتیاو رامنځته کولو غوښتنه کوي.

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر وویل: «دا چې  د افغانستان خلک له بشري او اقتصادي ناورین سره مخ دي نو دا د نړۍوالې ټولنې اخلاقي، اجتماعي او انساني رسالت دی افغانان یوازې پرې نږدي او خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»

اوچا بیا په ۲۰۲۳ کال کې د بودجې د کمښت له امله د لسو میلیونو کسانو لپاره د نومبر میاشتې راهیسې خپلې مرستې راکمې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه