Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په تېرو ۹ میاشتو کې د طبیعي پېښو له امله ځاني او مالي زیانونه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ملاجانان سایق طلوع‌نیوز ته وايي، په تېرو ۹ میاشتو کې په هېواد کې په طبیعي پېښو کې ۳۵۰ کسانو ژوند بایللی او ۵۰۰ نور ټپیان شوې دي.

ښاغلی سایق زیاتوي، د دې پېښو په پایله کې ۴ زره کورونه په بشپړ او نیمه ډول ویجاړ شوي او ۷۰ زره جریبه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.

ملا جانان سایق وویل:«تقریباً ۷۰ زره جریبه ځمکه د طبیعي پېښو له امله تخریب شوې، تر ۴ زره پورې کورونه په بشپړ او نیمه ډول تخریب شوي. موږ په وخت سره دې ځپل شویو کورنیو ته رسېدنه کړې ده.»

د دغه وزارت د ویاند په خبره، په سږني کال کې د هېواد ۲۵ بېلابېل ولایتونه د سېلابونو او نورو ګواښونو سره مخ دي. ښاغلی سایق زیاتوي هغه ولایتونه چې له ګواښ سره مخ دي، بدخشان، بامیان، بلخ، سمنګان، تخار، کندهار او ځیني نور ولایتونه دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند څرګندوي:«سږکال کې د هېواد ۲۵ بېلابېل ولایتونه له طبیعي پېښو سره مخامخ دي او هغه ۳۰۰ نقطې چې په لوړه کچه د طبیعي پېښو له ګواښ لاندې دي موږ په نظر کې نیولي دي.»

ورته مهال ځينې هېوادوال، چې په هېواد کې د وچکالۍ او طبیعي پېښو له امله اغېزمن شوي، د وچکالۍ د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي. دوی وايي، سږ کال وچکالۍ په هېواد کې کروندګرو ته ډېر زیانونه اړولي دي.

د وچکالۍ له امله زیانمن شوی عبدالخلیل وايي:«د وچکالۍ له امله د بزګرانو ستونزې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي او له همدې امله ډېر سخت زیانمن شوي. د وچکالۍ له امله حتا د بزګرانو باغونه  وچ شوي دي.»

د وچکالۍ له امله بل زیانمن شوي محمد افضل هم وویل:«کله چې وچکالي وي، نو حاصلات وده نه‌کوي، ځمکه وچه پاتې کېږي او فصلونه مرض کوي او بزګرانو ته سخت زیانونه اوړي.»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، په تېرو ۹ میاشتو کې د طبیعي پېښو له امله تر ټولو ډېر د هرات، بامیان، دایکندي، پنجشېر، پروان، تخار، غور، کندهار، سمنګان، بدخشان او د ځينو نورو ولایتونو خلک سخت زیانمن شوي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند په خبره، په سږني کال کې د هېواد ۲۵ بېلابېل ولایتونه د سېلابونو او نورو ګواښونو سره مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه