Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې زلزله‌ ځپلو کورنیو ته د ۳۸۷ کورونو جوړېدل

د هرات سیمه‌ییز مسوولان وایي، چې دغه ولایت کې د زلزله ځپلو لپاره دیارلس نوي کلي جوړ شوي دي.

د چارواکو په وینا، په دغو کلیو کې د حکومت له بودیجې د ۱۲۰ مېلیونه افغانیو پر لګښت ۳۸۷ کورونه جوړ شوي دي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي د طلوع‌نیوز خبریال ته وايي:«۳۸۷ کورونه دي. اسلامي امارت او د زلزله‌ ځپلو کمېسیون یوه شرکت ته په تړون ورکړي وو، چې نن بشپړ شول او ټول لګښت یې اسلامي امارت ورکړی دی.»

د یوه ساختماني شرکت مسوول محمد رفیع شایان د دغو کورونو په هکله وویل:«د دغو کورونو په چت کې له تختې کار اخیستل شوی که‌چېرې زلزله هم وشي، زموږ هېوادوال له چت څخه ورته زیان ونه‌رسېږي.»

دا هر کور دوه کوټې او یو دهلیز لري. د دغو کورونو په بشپړېدو سره، زلزله ځپلي د ژمي له سړې هوا ژغورل شوي دي. خو د تشنابونو، اوبو رسولو سیستم، حمامونو، روغتیایي مرکز، ښوونځي او جومات نشتون لا هم د دغو کلیو د اوسېدونکو پر وړاندې جدي ننګونې بلل کېږي.

د هرات زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکی غلام حضرت په دې هکله وايي:«جومات نه‌لرو، کلینیک نه‌لرو، د اوبو رسونې سیسټم نه‌لرو او دا ټول شیان زموږ لپاره کم دي.»

د هرات زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکی غلام نبي هم څرګندوي:«حمام نه‌لرو، پخلنځی نه‌لرو، دلته جامع جومات او ښوونځی هم نه‌لرو.»

د هرات سیمه‌ییز مسوولان وایي چې په وروستیو درېیو میاشتو کې دغه ولایت کې د زلزله ځپلو لپاره نږدې څلور زره کورونه جوړ شوي دي. دا کورونه د زلزله ځپلو ولسوالیو په ۸۵ کلیو کې جوړ شوي دي.

د هرات سیمه‌ییز مسوولان ډاډ ورکوي چې په راتلونکي پسرلي کې به د نورو زلزله ځپلو لپاره هم کورونه جوړ کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه