Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د ورښتونو له امله د نهو کسانو مړینه

د هېواد په ځینو ولایتونو کې د ورښتونو او سړې هوا له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نهه کسان مړه شوي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند وایي دغه کسانو په هلمند، کندهار، هرات، سرپل، بدخشان او جوزجان ولایتونو کې ژوند بایللی او په خبره یې دوه کسه نور هم ژوبل شوي دي.

د جانان سایق په خبره، د دغو ورښتونو له امله دری استوګنیز کورونه ویجاړ شوي او لسګونه څاروي هم تلف شوي دي.

جانان سایق زیاته کړه : « د بارانونو ا سړې هوا له امله په کندهار، هلمند، بادغیس، سرپل، بدخشان او جوزجان ولایتونو کې نهه تنو خپل ژوند بایللی او دوتنه نور هم ژوبل شوي دي.»

د وروستیو ورښتونو له امله د سالنګ لویه لار، بامیان کې د حاجي‌ګک کوتل، د کابل- غور او کابل- هرات لویې لارې، بادغیس کې د سبزک بند او په یو شمېر ولایتونو کې د ولسوالیو او مرکزونو تر منځ لارې هم د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.

له دې سره هم مهاله د هېواد په ځینو هوایي ډګرونو کې الوتنې هم ځنډېدلې دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس په دې اړه وویل: « سالنګونه د تېرې شپې له ۱۱ راهیسې د واورې او توپان له امله تړل شوې ده.»

د سرپل ولایت اوسېدونکي، شکرالله وویل: « شاوخوا ۵۰ تر ۶۰ سانتي مټرو واوره ورېدلې چې مالدارانو لپاره یې ستونزې رامنځته کړي دي، که په راتلونکو ورځو کې دوام وکړي نو مالدارانو ته به زیان ورسېږي.»

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند، امام الدین احمدي هم وویل: « د فیض اباد قلعه نو هوایي ډګر په لنډمهالي توګه تړل شوی دی.»

له دې سره سم، ځینې هېوادوال د لویو لارو د بندېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره، له مسوولینو غواړي، چې د دغو لارو د بیا پرانستلو په موخه جدي هلې ځلې وکړي.

د کابل اوسېدونکي، خپلواک په دې اړه وویل: « د سالنګ لارې او ټولې اکمالاتي لارې چې تړل شوي ټول ملت ته زیان رسوي ځکه سالنګ د کابل ښار یوه ټرانزیټي لاره ده.»

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست، تر راتلونکو دوو ورځو د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د ورښتو چې سېلابونه او توپانونه به هم ورسره مل وي، خبرداری ورکړی دی.

ځینې هېوادوال د لویو لارو د بندېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره، له مسوولینو غواړي، چې د دغو لارو د بیا پرانستلو په موخه جدي هلې ځلې وکړي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه