Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اوچا: وروستیو سیلابونو په افغانستان کې څه باندې ۵ سوه کورونه ویجاړ کړي

په تېرو لسو ورځو کې ورښتونو او سېلابونو د اوو کسانو د مړینې ترڅنګ په يو شمېر ولايتونو کې کروندګرو او اوسېدونکو ته ډېر مالي زيانونه هم اړولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر، څو ورځې مخکې خبر ورکړی و، چې په افغانستان کې په تېرو دوو ورځو کې د سختو بارانونو له امله ۱۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او ۵۴۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، د فاریاب، ننګرهار او دایکندي ولایتونو اوسېدونکو ته ډېر زیانونه اوښتي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل راپور کې ویلي: «په تېره څه کم یوه میاشت کې دا درېیم ځل دی چې، د هېواد په شمالي سیمو کې سېلابونه راوځي او د مارچ پر ۲۱مې، ۲۶مې او ۲۷مې د درنو ورېدنو له امله ۷ کسان مړه او ۳۸۴ کورنۍ زیانمنې شوې دي.»

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال، میرویس حاجي زاده و ویل: په دې وروستیو کې شدید ورښتونه د دې لامل شو چې زموږ یو شمېر کروندګر یې ډیر زیانمن کړل، ځمکې یې له منځه ولاړې، هغو ولایتونو ته باید پروژې ورسیږې او کار ورته وکړي چې سیلابونو ځپلي څو د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی هم وشي.

په همدې حال کې یو شمېر زیانمن شوي کسان وايي چې د دوی هرڅه له منځه تللي دي او مرستو ته اړتیا لري.

زیانمن، ضیا الدین طلوع نیوز ته و ویل: سیلابونه مخکې هم راوتلي وو او اوس بیا راغلي دي. د ډیرو خلکو کرنیزې ځمکې یې خرابې کړې دي.

یوه بل زیانمن، محمد طاهر هم و ویل: هرڅه مو خراب شوي، موږ بېړنیو مرستو ته اړتیا لرو، د دغو بې ځایه شویو له کورنیو سره باید بېړنۍ مرسته وشي. زموږ له اسلامي امارته بس همدا غوښتنه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې، په تېره يوه مياشت کې د بارانونو او واورو له امله له ١٦٠٠ ډېر کورونه ړنګ شوي او له یو سلو اوه اویا زرو نهه سوو ډېر څاروي له منځه تللي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر، څو ورځې مخکې خبر ورکړی و، چې په افغانستان کې په تېرو دوو ورځو کې د سختو بارانونو له امله ۱۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې.

Thumbnail

په تېرو لسو ورځو کې ورښتونو او سېلابونو د اوو کسانو د مړینې ترڅنګ په يو شمېر ولايتونو کې کروندګرو او اوسېدونکو ته ډېر مالي زيانونه هم اړولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر، څو ورځې مخکې خبر ورکړی و، چې په افغانستان کې په تېرو دوو ورځو کې د سختو بارانونو له امله ۱۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او ۵۴۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، د فاریاب، ننګرهار او دایکندي ولایتونو اوسېدونکو ته ډېر زیانونه اوښتي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل راپور کې ویلي: «په تېره څه کم یوه میاشت کې دا درېیم ځل دی چې، د هېواد په شمالي سیمو کې سېلابونه راوځي او د مارچ پر ۲۱مې، ۲۶مې او ۲۷مې د درنو ورېدنو له امله ۷ کسان مړه او ۳۸۴ کورنۍ زیانمنې شوې دي.»

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال، میرویس حاجي زاده و ویل: په دې وروستیو کې شدید ورښتونه د دې لامل شو چې زموږ یو شمېر کروندګر یې ډیر زیانمن کړل، ځمکې یې له منځه ولاړې، هغو ولایتونو ته باید پروژې ورسیږې او کار ورته وکړي چې سیلابونو ځپلي څو د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی هم وشي.

په همدې حال کې یو شمېر زیانمن شوي کسان وايي چې د دوی هرڅه له منځه تللي دي او مرستو ته اړتیا لري.

زیانمن، ضیا الدین طلوع نیوز ته و ویل: سیلابونه مخکې هم راوتلي وو او اوس بیا راغلي دي. د ډیرو خلکو کرنیزې ځمکې یې خرابې کړې دي.

یوه بل زیانمن، محمد طاهر هم و ویل: هرڅه مو خراب شوي، موږ بېړنیو مرستو ته اړتیا لرو، د دغو بې ځایه شویو له کورنیو سره باید بېړنۍ مرسته وشي. زموږ له اسلامي امارته بس همدا غوښتنه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې، په تېره يوه مياشت کې د بارانونو او واورو له امله له ١٦٠٠ ډېر کورونه ړنګ شوي او له یو سلو اوه اویا زرو نهه سوو ډېر څاروي له منځه تللي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه