د غزني ولایت سیمهییز چارواکي وايي چې د دې ولایت سلګونه تنه اوسېدونکي اروپا ته د تلو په موخه په غیر قانوني سفرونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا چارواکي زیاتوي چې په مړو شویو کسانو کې ډېر شمېر د جاغوري او مالستان ولسوالیو اوسېدونکي شامل دي.
د جاغوري ولسوال، محمد ظفر شریف وایي، ډېر شمېر ځوانان او کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله بهرنیو هېوادونو ته کډوال شول.
نوموړی څرګندوي چې اروپایي هئوادونو ته د سفر پرمهال د دې ولسوالۍ نېږدې زرو ځوانانو ژوند له لاسه ورکړی دی او یو شمېر نور ځوانان بیا په بهرنیو هېوادونو کې بېبرخلیکه پاتې دي او له ډېرو ستونزو سره مخ دي.