Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ننګرهار لعل‌پورې اوسېدونکي د "هندو" تاریخي بازار د بیارغولو غوښتنه کوي

د ننګرهار لعل‌پورې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي په‌دې ولسوالۍ کې د هغه تاريخي بازار د بيارغونې او ساتنې غوښتنه کوي چې نږدې درې سوه کاله مخينه لري.

د ځايي اوسېدونکو په خبره، دغه بازار چې هغه مهال د اهل هنودو او سېکانو له‌خوا په خټينه بڼه جوړ شوی، اوس مهال په‌کې راکړه-ورکړه نه کېږي او ډېره برخه يې ویجاړه شوې ده.

د لعل‌پورې اوسېدونکی بېلتون افغان وايي: «له چارواکو او ادارو دا غواړو چې زموږ کوم تاریخي بازار پاتې دی او زوړ شوی؛ باید کار پرې وشي او ورغول شي او نښې یې موږ ته پاتې شي.»

د لعلپورې ولسوال سردار ولي ابوبکر زیاتوي: «اوس ډېر ښه فرصت دی، امنیتي ستونزې نه‌شته، که څوک وغواړي کار وکړي، موږ یې امنیت ساتلو ته چمتو یوو.»

د ځايي اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، دا بازار چې ۷۲ هټۍ لري، يو مهال د شاوخوا سيمو په کچه ستر بازار و. لرګينې دروازې، ستنې او د چت لرګي يې اوس هم په پخوانۍ بڼه پاتې دي، خو ورڅېرمه درمسال يې په بشپړ ډول لمنځه تللی دی.

ځینې نور ځايي اوسېدونکي وايي، که دغه بازار بېرته پر پخوانۍ بڼه ورغول شي او راکړه-ورکړه په‌کې پيل شي؛ ښايي د سيلانيانو پام ځان ته واړوي چې ورسره به د خلکو اقتصاد هم ښه شي.

د لعل‌پورې اوسېدونکی باز محمد وايي: «له پلار او نیکه چې معلومات کوو، وخت ډېر تېر شوی، دا بازار به له ۳۰۰ کلونو ډېر پخوانی وي.»

د لعل‌پورې اوسېدونکی عبدالله وايي: «د هغوی خپله عبادت خونه وه، دلته د هندوانو درې-څلور دوکانونه و، مسلمانانو به دوکانونه نه کول.»

د لعلپورې یو بل اوسېدونکی اول محمد زیاتوي: «هغوی به په‌کې جلبي، پکوړې او کباب پخول، هغه به یې په پنبه، جوارو، غنمو او وږو ورکول. زموږ ماشومان به ورته راتلل، ډېر ساده وخت و.»

اخوا د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولان ژمنه کوي چې د ټورېزم د لا غوړېدو لپاره به ټول تاريخي ځايونه ورغوي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ريیس نور محمد حنیف وايي: «موږ د دغه ډول سیمو ساتنه کوو، د دوی لپاره ټیم هم لرو، تر څو دوی وخت په وخت څارنه وکړي یا یې تخریب نه‌کړي، کومې سیمې چې طبیعي پېښو کې تخریب شوې وي، هغه به ان‌شاء الله موږ ډېر ژر ورغوو.»

د لعل‌پورې پر هندو بازار سربېره اهل هنودو او سېکانو د ننګرهار په نازيانو، سره رود او خوږياڼو ولسواليو کې هم په زياته اندازه کرنيزې ځمکې او کورونه درلودل، خو د تېرو جګړو پر مهال يې ډېره برخه غصب او ځينې يې پر مسلمانانو پلورل شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه