Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په مزارشریف کې د ښځو ځانګړي بازار هټۍ‌والې د بازار له سړېدو شکایت کوي

د بلخ ولایت مزارشریف ښار په "خدیجه الکبرا" بازار کې یو شمېر ښځینه هټۍوالې، د لوی اختر په درشل کې د بازار له پیکه کېدو شکایت کوي.

دوی په مزارشریف کې له ښځو او نجونو غواړي چې د خپل اړتیا وړ توکي له دې بازاره وپيري او په‌دې توګه د دوی ملاتړ وکړي.

هټۍ‌واله روهینا وايي: «دا چې د اختر په درشل کې یوو، له ښځو هیله لرو چې راشي له موږ توکي وپیري، ځکه زموږ توکي باکیفیته دي.»

یوه بله هټۍواله وايي: «زموږ تولیدات او توکي د ښځو لپاره ځانکړي دي او بهر پرتله موږ ۱۵ تر ۲۰ سلنه تخفیف لرو.»

ورته مهال، د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال وایي، دوی هڅه کوي په مزارشریف ښار کې د ښځینه سوداګرو او هټۍوالو د محصولاتو لپاره بازارموندنه وکړي.

د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال نصیر احمد نیازي وايي: «دغه مارکېټ نوی جوړ شوی او د غوړېدو لپاره به یې ان‌شاء الله ډېرې هڅې وکړوي، څو دغه مارکېټ ډېره وده وکړي او د ښځو لپاره داسې چاپېریال برابر شي چې د خوندیتوب احساس په‌کې وکړي.»

د یادونې ده چې اوس مهال مزارشریف ښار کې د خدیجه الکبرا بازار سربیره، د رابعې بلخي بازار هم د ښځو او نجونو لپاره ځانګړی شوی چې ښځينه سوداګرۍ او هټۍوالې په کې فعالیت کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه