په کابل کې د کورنیو تولیداتو نندارتون په وروستۍ ورځ په کور دننه د صنعتي تولیداتو د کیفیت پر ښه کېدو او په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې پر اړتیا ټینګار وشو.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د صنعت د اوونۍ د لمانځلو په موخه د توان او تدام د غونډې په پای کې ډاډ ورکوي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کرکېلې مخه نیول شوې ده.
عبدالسلام حنفي له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د بدیل کښت لپاره زمینه برابره کړي او په افغانستان کې د صنعت، سوداګرۍ او پراختیايي پروژو په برخه کې پانګونه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه:«د افغانستان اسلامي امارت نن دلته، د نشهیي توکو کښت، تولید، استعمال او قاچاق ممنوع کړی دی. که چېرې غواړي چې افغانستان، ګاونډي هېوادونه، سیمهییز او نړۍوال هېوادونه د نشهيي توکو له شره خلاص شي، باید تاسو د افغانستان له ملت سره همکاري وکړي.»
بل خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وایي، چې د ټيټ کیفیته توکو د تولید د مخنیوي لپاره یې معلوماتي بانک جوړ کړی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي:«موږ د معتبرو او په افغانستان کې د راجستر شویو شرکتونو لپاره یو عمومي ډېټابېس جوړ کړی. له دې پرته چې له شرکته یې لګښت واخیستل شي، ټول په ډېټابېس کې ثبتېږي. له دې وروسته کهچېرې د چا تولید کم کیفیته وي، دوستانه ترې هیله کوو چې څوک خپه نه شي.»
اخوا د عامې روغتیا وزارت د سرپرست، د اقتصاد وزارت سرپرست او د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست له کورنیو او بهرنیو پانګوالو غواړي چې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره پانګونه وکړي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد وویل:«کله چې خپلو خلکو ته مو امنیت رامنځته کړ، په هغې پسې پر حکومت د خلکو دویم حق دا دی چې د هغوی د سوداګرۍ، کارو بار، اقتصاد او حلالې نفقې لپاره سرچینې برابرې شي.»
د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف هم وايي:«افغانستان د کانونو، کرنې، ټرانزیټ، انرژۍ او د ودانیزو توکو او بشري قوا ستر ظرفیت لري. چې له کمې کورنۍ پانګونې سره یې د ځانبساینې او په مناسب قیمت بهرنیو بازارونو ته د باکیفیته صادراتو موکه برابره کړي.»
د صنعت اوونۍ په نندارتون کې۶۰۰ صنعتکارانو، سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و. د دغه نندارتون د سمبالوونکو په وینا، له دغه نندارتونه ۱۶۰ زره کسانو لیدنه کړې چې ۴۰ سلنه یې ښځې دي.
په دې اړه مو اندونه