Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت د کرنې سکټور د ودې په پار طرحې راټولوي

د کرنې په برخه کې د افغانستان د ځان‌بساینې په موخه د «زرغون پاڅون» په نوم د نړۍوالې کنفرانس لومړنۍ غونډه نن (یکشنبې، د تلې پر ۹مه)په کابل کې ترسره شوه.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال لطف‌الله خیرخواه ویلي چې دغه کنفرانس کې به د فرصتونو پر رامنځه کولو او د افغانستان د کرنې په برخه کې د شته ستونزو پر حل به تمرکز وشي.

ټاکل شوې ده چې د زرغون پاڅون په راتلوونکې غونډه کې، بهرني او کورني متخصصان او د هېواد د پوهنتونونو استادان په هېواد کې د کرنې د ودې لپاره خپلې طرحې شریکې کړي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال لطف‌الله خیرخواه وايي:«د افغانستان لومړیتوبونو ته په پام سره، افغانستان د هر بل ډګر پرتله لومړی لومړی د کرنې په برخه کې ښه وده کولای شي؛ ځکه یو کرنیز هېواد دی او زموږ استادان وايي چې افغانستان ۸۰ سلنه کرنیزه ځکمه لري یو متکي هېواد دی.»
 
د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي رییس صفي‌الله جوهر هم څرګندوي:«اقلیم په بدلون کې دی، په ټوله نړۍ کې اوبه کمېږي. نو په دې حال کې موږ له هماغې پخوانۍ طرحې استفاده وکړو یا دا چې له نوې طرحې باید د کرنې او د اوبو د مدیریت لپاره استفاده وکړو.»

د سکټوري وزارتونو استازي ډاډ ورکوي، چې په هر ډول شرایطو کې به د دغه کنفرانس له سمبالوونکو او د افغانستان د کرنې له سکټور سره همکارۍ ته چمتو وي.

د کرنې وزارت  مسلکي مرستیال صدراعظم وویل:«د کرنې وزارت تاسو ته ډاډ درکوي چې له شته امکانانو سره، له هغوی سره د هر اړخیزې همکارۍ لپاره چمتو یوو.»

د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار فاروق عظیم هم څرګندوي:«د انسانانو سره او کار له کرنې سره دی. دا د حکومت او نظام مسوولیت دی چې د هغوی ذهن د دغه کار لپاره چمتو کړي او د هغوی ذهن د پرمختګ لپاره سوق کړي.»

بلخوا، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال زیاتوي، چې دا به د نړۍوالو کنفرانسونو د جوړېدو په برخه کې وروستی ګام نه وي او په بېلابېلو ولایتونو کې به ورته کنفرانسونه جوړ شي.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ حسیب حامد وايي:«د وزارت په استازیتوب زه تاسو ته ډاډ درکوم چې له دغه سیمینار او کنفرانس وروسته، په راتلوونکي کې هم دا ډول نړۍوال کنفرانسونه جوړوو.»

دغه کنفرانس د سکټوري وزارتونو د متخصصانو، د هېواد د پوهنتونونو د استادانو او ۳۰ بهرنیو متخصصانو له خوا پر مخ وړل کېږي او د دغه کنفرانس بودیجه هم د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري ورکول کېږي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه