Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ډېر ژر په ازبیکستان کې؛ د افغاني محصولاتو نندارتون

د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د افغانستان د محصولاتو د صادراتو د ودې او بازارموندنې په موخه په نږدې راتلوونکي کې به په ازبیکستان کې د افغاني توکو نندارتون پرانیستل شي.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا، له ازبیکستاني پلاوي سره په خپرو کې د هېواد سوداګرو ته د اسانتیاوو د برابرېدو په هکله هوکړه شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په دې هکله وايي:«ورته پروګرام او له دې لویه پروګرام په راتلوونکو میاشتو کې چې د مارچ میاشت وي، په دواړو سیمو کې پسرلی وي، ان‌شاالله په تاشکند کې ترسره کېږي چې هوکړه هم شوې ده.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مهمند هم وویل:«افغانستان هڅه کوي چې له ټولې نړۍ سره خپلو سوداګریزو اړیکو ته دوام ورکړي او بېرته له ټولې نړۍ هیله کوو چې په افغانستان کې خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړي او ګډه پانګونه وکړي.»

اخوا، د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجه یوف وايي، له افغانستانه دغه هېواد ته د صادراتو په زیاتوالي کې هم همکاري کوي.

 جمشېد خواجه یوف څرګندوي:«د سوداګرو یوه ډله دلته شته. تاسې ورته وړاندیز وکړئ او هغوی له تاسې سره په بېلابېلو برخو کې مذاکراتو ته چمتو دي. موږ په بېلابېلو برخو کې لکه، کرنې، کانونو او انرژۍ برخو کې همکاري کوو. یوازې د ازبیکستان د محصولاتو په واردولو کې نه بلکې د افغانستان د تولیدي محصولاتو په صادراتو کې هم همکاري کوو.»

تر دې مخکې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و، هڅې کوي چې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې ارزښت په کال کې درې مېلیارده ډالرو ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ازبیکستان د محصولاتو نندارتون پرانیستل شوی او څه باندې سل قلمه ازبیکستاني محصولات په‌کې نندارې ته ایښودل شوي او لس ورځې به دوام وکړي.

د دغه نندارتون ځينې ګډون کوونکي وايي، د دا ډول نندارتونونو جوړېدل به د کابل او تاشکند ترمنځ د راکړې ورکړې په زیاتوالي کې مهم رول ولوبوي.

ګډون کوونکی ای بیک روزي وايي:«زموږ اصلي موخه د ازبیکستان د محصولاتو نندارې ته ايښودل دي چې دلته ۱۴ کارخونو څه باندې سل قلمه توليدي محصولات نندارې ته ایښي دي.

د دې نندارتون موخه له افغانانو سره د اړیکو او ملګرتیا پیاوړي کول دي او کوم محصولات چې په ازبیکستان کې تولیدیږي په افغانستان کې وپلورل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه