Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولین: له تهران سره څه باندې ۱.۸ میلیارده ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېرو ۱۱ میاشتو کې له ایران سره د څه باندې ۱ اعشاریه ۸ میلیارده ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې چې ۹۸ سلنه یې واردات دي. 

د دغه وزارت د مسوولینو په خبره، په یاده موده کې ایران ته د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت مالوچ، ممیز، بادام، کنجد او د هندواڼې زړي صادر شوي دي. 

د دغه وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي هم د ایران د خراسان رضوي ولایت د اقتصادي چارو د همغږۍ له مرستیال سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد وویل: «په دغه لیدنه کې د خراسان رضوي ولایت د اقتصادي چارو د همغږۍ مرستیال، ښاغلي ابوالفضل چمندي ویلي چې موږ د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر او د صنعت او  سوداګرۍ وزارت د مشرتابه په وروستي سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوو هوکړو د چارو د پراختیا په تړاو د مالوماتو د ورکړی لپاره راغلي یو او ګام په ګام هوکړو د پلي کولو په لور ځو. د خراسان رضوي ولایت د اقتصادي چارو د همغږۍ مرستیال د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې پراخېدونکې بللي دي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، د ایران د ګمرکي تعرفې لوړوالی یو له هغو لاملونو دی چې، دغه هېواد ته یې د صادراتو بهیر پیکه کړی او په خبره یې اړتیا ده چې، دغې برخې ته هم پام وشي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رییس، میرویس هوتک په دې اړه وویل: « که موږ وغواړو له دوی یوه هوکړو ورکړو او یوه ترجیحي تعرفه په پام کې ونیول شي په څنګ کې یې د ټرانزیټ، ټرانسپورټ او ګمرکي ستونزې هم په کې ذکر کړو نو مالومه ده چې ایران ته مو  صادرات زیاتیږي. »

ځینې سوداګر هم وايي، په اوسنیو شرایطو کې اړتیا ده چې، د ایران له لارې د ټرانزیت په برخو کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي څو افغان سوداګر د چابهار بندر له لارې له هند او چین سره خپلې سوداګریزې چارې لاپسې پراخې کړي.

سوداګر، زلمي عظیمي وویل: « موږ له اسلامي امارته غواړو چې له هند او ایران سره خبرې وکړي چې ژر تر ژره د چابهار بندر فعال کړي او  له دغه بندره کولای شو له منځنۍ اسیا، اروپا او چین سره صادرات ولرو.»

بل‌خوا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال او له دغه هېواده له راغلي پلاوي سره په لیدنه کې په هېواد کې پر مالدارۍ او کرنیز بهیر د ایران د پانګونې په تړاو خبرې کړې دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند، مصباح‌الدین مستعین وویل: « په دغه لیدنه کې ایراني پلاوي په افغانستان کې د پانګونې او په هېواد کې د ایران د پانګونې زیاتوالي په اړه خبرې کړي دي.»

تر دې مخکې هم یو ایرانی پلاوی افغانستان ته راغلی وو او په افغانستان کې یې د ایران د پانګونو، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو چارو د پراختیا او د افغانستان او ایران تر منځ د سوداګریزې ګډې خونې د جوړېدو په تړاو د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې کړې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه