Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملګرو ملتونو د میلیونونه افغانانو د خوړو له نه خوندیتوبه خبرداری ورکړی

ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي، په روان ۲۰۲۴ زېږیز کال کې به ۱۵ عشاریه ۸ میلیونه کسان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ شي.

په افغانستان کې د یوناما مرستیال او د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ایندریکا راتواته په دغه رپوټ کې ویلي چې په هیواد کې میلیونونه کسان د خپلو لومړنیو اړتیاو د پوره کولو توان نه لري.

یاد سازمان د ګالوپ د نظر پوښتنې له مخې ویلي، په افغانستان کې په وروستیو پنځو کلونو کې د ژوند لپاره منځنۍ هیله کمه شوې او ۹۵ سلنه خلک ځان په ستونزو کې ګوري.

په افغانستان کې د یوناما مرستیال او د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکي، اینډریکا راټواڼه په دغه راپور کې ویلي: « دمګړۍ افغانان خوراکي توکو ته لاسرسی خپله اړتیا ګڼي، په دغه هېواد کې میلیونونه کسان د خوراکي توکو د چمتو کولو توان نه لري، له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې به شاوخوا ۱۵ اعشاریه ۸ میلیونه کسان له کړکېچ او خوړو له نه خوندیتوب سره مخ شي.»

اینډریکا راټواڼه زیاته کړې چې په ۲۰۲۴ کال کې به په افغانستان کې د بشر حقونو او زده کړو ته د لاسرسي په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

هغه په دې اړه ویلي: « په ۲۰۲۴ زېږیز کال کې د بل فصل له پیلېدو سره اړتیا ده چې په خپلو ژمنو کې د بشري حقونو اصولو، جنسیتي برابرۍ او د ښځو پیاوړتیا په برخو کې ثابت قدمه پاتې شو، موږ دغه راز ښځې په خپل کار کې د کلیدي شریکانو په توګه ځای پر ځای کړي.»

اسلامي امارت په هېواد کې د بې وزلۍ زیاتوالي لامل له ګاونډیو هېوادونو په زوره د افغان کډوالو را اېستل او طبیعي پېښې ګڼي او ډاډ ورکوي چې د اقتصادي ودې لپاره هڅه کوي بېخ بنايي پروژې عملي کړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت وویل: « افغانستان کې د اسلامي امارت تر راتګ وړاندې د بې کارۍ ګراف ډېر زیات وه، خو د اسلامي امارت له راتګ سره په دې درې کلونو کې مو ډېر پرمختګ کړې، او له لویو اقتصادي پروژه په پلي کولو سره مو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.»

اقتصاد پوه، سید مسعود هم وویل: « د بې وزلۍ په دایره د څه باندې ۱۵ میلیونه وګړو شتون تر یوه حده خوشینوونکی دی، خو موږ ولی داسې شوو، یو ستر لامل یې د ډېرې لویې پانګونې نشتون دی چې د افغانستان د کورني اقتصاد په وس کې دی.»

تر دې وړاندې د ژغورنې نړۍوالې کمېټې (آي آر سي) هم په خپل راپور کې په افغانستان کې د بشري مرستو د بودیجې تر کموالي وروسته د هېوادوالو د اړتیا کچې له لوړیدا خبرداری ورکړی وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه