Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې د موسمي ناروغیو د کچې ډېروالی

د ابن سینا روغتون ډاکټران په پلازمینه کې د موسمي ناروغیو د ۴۰ سلنې د زیاتوالي خبر ورکوي.

دوی د دې ناروغۍ د زیاتوالي اصلي لاملونه د هوا ګرمیدل او له خرابو خوړو او ناپاکو اوبو ګټه اخیستل ګڼي.

د ابن سینا روغتون رییس ګلاب ګل ځدراڼ وايي: «کوم ناروغان چې د ابن سینا روغتون بېړنۍ څانګې ته راځي، ډېری مسموم او د معدې ستونزه لري.»

د ابن سینا روغتون د ډاکټرانو مشر حافظ محمد اسلام وايي: «هره ورځ موږ ته له ۳۰۰ نیولې تر ۴۰۰ پورې د موسمي ناروغان راځي او دا د ټولې ناروغۍ له ۳۰ څخه تر ۴۰ سلنې پورې تشکیلوي او د ابن سینا روغتون بېړنۍ څانګې ته راځي، خو په دوی کې بیا ځینې داسې پېښې هم شته چې بستر ته اړتیا نه‌لري، درمل ورکوو، بېرته رخصتوو.»

ورته مهال، یو شمېر ناروغان چې روغتونونو ته یې مراجعه کړې، وايي، د ګرمۍ له امله پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

ناروغ محمد وايي: «ځان مې درد کاوه، ډاکټرانو وویل چې هوا ګرمه ده، خېټې مې هم درد کاوه، ښه نه وم، خدمت یې راته وکړ، خیر دې یوسي، خو تر اوسه ښه شوی نه یم.»

ناروغ مصطفی وايي: «یوه اوونۍ وشوه چې د ګرمي له کبله مې اسهال درلوده، بیا دلته راغلم، ډاکټرانو راته سپارښتنه وکړه چې یوه اوونۍ باید بستري شم، څو حالت مې ښه شي.»

ډاکټران له هېوادوالو غواړي چې پر ناروغیو د نه اخته کېدو لپاره روغتیايي سپارښتنې مراعات کړي.

ډاکټر شایق احمد مرادي وايي: «د ګرمي موسم دی، زموږ ډېری هغه ناروغان دي چې د سرک پر سر کار کوي، طبعاً لمر لاندې دي، د لمر وهلو ډېرې پېښې دي، موږ دغه ډول ناروغانو ته تل سپارښتنه کوو چې د لمر له مستقیمو وړانګو لرې واوسي.»

هر کال د اوړي په موسم کې یو شمېر هېوادوال د زکام، ملاریا، محرقې او اسهالاتو په ګډون پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه