په غزني کې د لاسي صنایعو یو شمېر پلورونکي د بازار له پېکه کېدو شکایت کوي او وایي، د تېر کال پرتله یې د پلور کچه خورا راټیټه شوې ده.
دوی له چارواکو غواړي چې د ملاتړ سربېره دې ورسره د بازار موندنې په برخه کې هم مرسته وکړي.
په غزني کې د لاسي صنایعو پلورونکی غلام محمد وايي: «د پخوا پرتله مو پلور کم شوی دی، ځکه چینايي مالونه راځي او لستوڼي، لمن په ماشین او ارزانه بیه جوړېږي او خلک یې اخلي.»
په غزني کې د لاسي صنایعو پلورونکی فرهاد وايي: «پخوا به سیلانیان راتلل او اخیستل به یې، د غزني اوسېدونکې سره له دې چې اقتصاد یې کمزوری دی، دوی هم نه غواړي لاسي صنایعو وکاروي.»
بلخوا د غزني یو شمېر اوسېدونکي د دې ولایت له نورو اوسېدونکو غواړي چې د بهرنیو توکو او وسایلو پر ځاې دې د کورنیو لاسي صنایعو له تولیداتو ګټه واخلي.
د غزني اوسېدونکی عبدالحنان وايي: «له هېوادوالو نه مو دا غوښتنه ده چې خپل وطن اباد کړو او د بل هېواد شی باید موږ استعما نهکړو.»
د غزني اوسېدونکی محمد کاظم زیاتوي: «د خپل هېواد له تولیداتو باید ګټه پورته کړو، له بهرنیو تولیداتو باید ګټه و انخلو، هر ډول توکي چې وي، باید زموږ د خپل هېواد وي.»
ورته مهال، د غزني سیمهییز مسوولان، د صنعتګرو د ملاتړ په موخه د هلو ځلو خبر ورکوي.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا حمیدالله نثار وايي: «د غزني ټوله سیمهییز اداره په دې هڅه کې ده چې لاسي صنایعو ته وده ورکړي او زموږ په وس کې چې هر څومره همکاري وي، په ټوله کې به ورسره هغه کوو.»
د یادونې ده چې د بېوزلۍ او وزګارۍ له امله د زیات شمېر هیوادوالو د پېرودلو وس کچه راټیټه شوې او له دې امله نه شي کولای د خپلې اړتیا وړ توکي وپېري چې له دې سره په هیواد کې د لاسي صنایعو د پلور کچه هم راټیټه شوې ده.
په دې اړه مو اندونه