Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پلازمېنه کې د یوې مېرمنې له خوا ښځو ته د کار او کسب زمینې برابرول

یوې سوداګرۍ مېرمنې په پلازمېنه کې څه باندې ۵۰ ښځو ته د کار او د حرفه‌يي زده‌کړو لپاره زمینه برابره کړې ده.

دغه مېرمن وايي چې د دغه کارځای له جوړېدو یې موخه، له بې‌سرپرسته ښځو، زده‌کړیالانو او زده‌کوونکو څخه ملاتړ دی.
 
فرشته هاشمي چې له اوو کلونو راهیسې په کابل ښار کې په بېلابېلو برخو کې پر کار بوخته ده، اوس د لاسي صنایعو کارځای له جوړولو سره له ښځو ملاتړ کوي.

د کارخونې مسووله فرشته هاشمي د طلوع‌نیوز خبریال ته وايي:«موخه مې دا وه چې ښځې کار وکړي چې وکړای شي خپلې کورنۍ لپاره یوه نمړۍ حلاله ډوډۍ پیدا کړي.»

د دغه کارغالي مسووله دغه راز زیاتوي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یې کارو بار له ځوړ سره مخ شوی دی.

مېرمن هاشمي په دې هکله زیاته کړه:«له کله چې د اسلامي امارت دولت راغلی زموږ سوداګري ډېره زیاته له سقوط سره مخ شوې، پلور نشته؛ خلک پیسې نه‌لري چې توکي وپېري.»

یو شمېر ښځې چې په دغه کارغالي کې پر کار او حرفوي زده کړو بوختې دي، پر خپل کار خوښې برېښي. خو شپاړس کلنه فاطمه چې د کار او د څرمن ګنډلو د صنعت د زده‌کولو لپاره دغې کارخونې ته راغلې ده، خپلو نیمګړو هیلو ته اندېښمنه ده.

کارکوونکې فاطمه احمدي وویل:«د دولسم ټولګي زده‌کوونکې وم چې له ښوونځي پاتې شوم، هیلې مې لرلې چې ښوونځی بشپړ کړم. پوهنتون ته ولاړه شم، د پيلوټۍ په برخه کې زده‌کړې وکړم. زه په خپله ۱۶ کله پېغله یم چې ډېرې هیلې مې لرلې او اوس هم هیلې لرم چې اسلامي امارت بېرته ښوونځي پرانیزي چې زه وکړای شم درس ووایم.» 
                                                
بله کارکوونکې اتنا هم وايي:«دلته چې راغلې یم ډېره خوشحاله یم زموږ ټول استادان ښځې دي.» 
                                           
کارکوونکې هدیه څرګندوي:«د چرم ګنډلو په برخه کې یم، د دستکول او بوټ ګنډلو لپاره ډېره لېواله یم، زه له اسلامي امارته غواړم چې سینګارتونونه، ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ پرانیزي.»

بل خوا، د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وایي، په دې هڅه کې دي چې د لاسي صنایغو په برخه کې د ښځو لپاره نور نندارتونونه جوړ کړي.
                             
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین عتیق الله عزیزي طلوع‌نیوز ته وايي:«زموږ د خویندو لپاره د لاسي صنایعو لپاره کوم ضرورت وي ځينې وختونه په ملي ګالري کې د بازارونو او نندارتونونو زمینه مو برابره کړې ده.»

بل پلو، د  ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې په پلازمېنه کې د ښځو لپاره د درېیو بازارونو پر جوړېدو کار روان دی.
                            
د ښځو او سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه سلما یوسفزۍ څرګندوي:«په کابل کې درې دایمي بازارونه دي چې د یو ان اچ سي ار او ځينو نورو مرستندویو له خوا به ډېر ژر جوړ شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، چې په وروستي یوه کال کې تر زرو زیاتو سوداګرو ښځو له دغې خوني نه د کار جوازونه ترلاسه کړي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وایي، په دې هڅه کې دي چې د لاسي صنایغو په برخه کې د ښځو لپاره نور نندارتونونه جوړ کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه