د افغانستان له نولس کلنو کمعمره فوټسال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا اتلواليو سیالیو په څلورمه لوبه کې د ازبکستان لوبډلې ته د ۸ پر ۱ ګول توپیر سره ستره ماته ورکړه.
د افغانستان له نولس کلنو کمعمره فوټسال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا اتلواليو سیالیو په لړ کې د ازبکستان پر وړاندې نن (پنجشنبه) د سیالۍ ډګره ته ښکته شوه.
د دې سیالیو په لړ کې د ایران او قرغزستان د فوټسال لوبډلې نن مازدیګر د کابل پر وخت ۵:۳۰ بجې سیالۍ کوي.
ایران د نننۍ سیالۍ د ګټلو په صورت کې د دې سیالیو لومړی او افغانستان دویم مقام تر لاسه کوي، خو که د ایران فوټسال لوبډله نننۍ سیالۍ قرغزستان ته وبایلي، د مرکزي اسیا اتلوالیو سیالیو لوبې د هغه دوو لوبډلو تر منځ تر سره کېږي چې د نورو پرتله تر ټولو زیات امتیاز ولري.
د مرکزي اسیا اتلوالیو سیالۍ د قرغزستان په کوربهتوب د دې هېواد په پلازمېنه بېشکېک کې د افغانستان په ګډون د پنځه هېوادونو تر منځ روانې دي.
په دې اړه مو اندونه