امریکا متحده ایالات په یمن کې د سعودي عربستان د جګړې لپاره خپل ملاتړ پای ته رسوي.
د ا مریکا متحده ایالاتو ولسمشر، جوبایډن ویلي دي چې هېواد یې نور په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د عربو ائتلاف له پوځي عملیاتو ملاتړ نه کوي.
بایډن د دغې جګړې پر پایته رسېدو ټینګار کړی دی.
سعودي عربستان او یو شمير نور عربي هيوادونه یمن کې د ایراني پلوه حوثي یاغیانو پرضد جنګيږي.
بایډن د خپل بهرني سیاست پالیسۍ بیانولو پرمهال د میانمار پر پوځي مشرانو چې په دې وروستیو کې یې کودتا وکړه، د سیاسي بندیانو د ازادولو غږ کړی دی.
بایډن زیاته کړه چې تېره اوونۍ یې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین سره په تلیفوني خبرو کې هغه ته ویلي چې د مسکو د فعالیتونو په اړه د امریکا متحده ایالاتو د چوپتیا ورځې پای ته رسېدلي دي.
د امریکا ولسمشر، د پخواڼي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ سیاستونو لغوه کولو د یوه اجراییه حکم لاسلیکولو سره ویلي دي چې دغه هېواد به راتلونکي مالي کال کې ۱۲۵ پناه غوښتونکي ومني.