Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر د م.م عمومي مجمعې ناسته کې: اوربند "فوري لومړیتوب" دی

ولسمشرغني د افغانستان د خلکو لومړیتوب اوربند بولي او زیاتوي چې له مخې یې د تاوتریخوالي کمښت له هڅه ډېر افغانانو ته د پرمختګ فرصت ورکوي.

ولسمشر غني تېره شپه(چهارشنبې د تلې په ۲مه نېټه) د ملګرو ملتونو عمومي مجمعې ۷۵ غونډې ته په وینا کې وویل، حکومت له طالبانو سره د خبرو هوډ سره سولې ته خپله ژمنتیا ښکاره کړې ده.

ده وړاندې وویل:« د یوه دولت او ټولنې په توګه مو؛ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ډلې ترمنځ د مخامخ مذاکراتو د پیل په موخه د سخت تصمیم نیولو لپاره ژمنتیا، همدردي او لازمه مېړانه وښوده. البته چې دا به کافي نه وي.»

ښاغلي غني د سولې بهیر ملاتړ کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ارزښتناک بولي:«د سولې بهیر کې زموږ له ګډو ارزښتونو څخه په ملاتړ او دفاع کې د ملګرو ملتونو سازمان رول نهایت حیاتي دی؛ موږ له دغه سخت او ستونزمن بهیر څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ مننه کوو. همدارنګه له ملګرو ملتونو سازمان څخه د نړیوال اوربند د تامین لپاره د دوی د غوښتنې په خاطر منندوی یوو.»

ده وړاندې وویل:« له هغه ځایه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ډلې مذاکره کوونکی ټیم په دوحه کې مذاکرات پیل کړي، په دې برخه کې د ملګرو ملتونو، زموږ د بین المللي همکارانو او متحدینو رول به ډېر ارزښتناک وي.»

ښاغلی غني ټینګار وکړ چې افغانستان کې د دوامدارې سولې لپاره باید د ترهګرۍ جرړو ته پام وشي او له منځه یوړل شي.

ولسمشر زیاته کړه:«‎په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت په خاطر، موږ باید د تروریزم پر ريښو چې زموږ په سیمه کې د یوې بلا او افت په څېر غځېدلي، تمرکز وکړو او د نړیوال ګواښ او پدېدې په توګه چې ده، رسېدګي ورته وکړو.»

دا په داسې ده چې د ۱۳ ورځو په تېرېدو سره قطر کې د افغانستان د سولې مرکچې پلاویو د تماس ډلې د اصلي خبرو په طرزالعمل نه دي سره سلا شوي.

ولسمشرغني دوحه کې د سولې خبرو سره هم مهاله دغه بهیر کې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې ونډه "ډېره مهمه" بولي.

شریک یي کړئ