کابل کې د ځینو سیاسي ګوندونو پلویانو د پخواني ولسمشر، ډاکټرنجیب الله د ۲۴ تلین لمانځني ضد لاریون وکړ.
دوی نن(پنجشنبې د تلي په ۱۰مه نېټه) چې د لویې جرګې خیمې ته ورغلې لارې یې هم بندې کړي، د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د ۲۴ م تلین د احتمالې غونډې مخنیوي هڅې کولې.
اعتراض کوونکي وایي افغان حکومت د داکتر نجیب الله ځینو پلویانو سره په ګډه غواړي لویه جرګه کې غونډه وکړي.
معترضانو داکتر نجیب الله تورن کړی چې بېګناه خلک یې وژلي، خو د ډاکټر نجیب الله پلویانو دا خبرې رد کړې دي.
ټاکل شوې وه د روانې تلې میاشتې په پنځمه نېټه د ډاکټر نجیب د تلین مراسم د کابل لویې جرګې تالار کې ولمانځل شي، خو مخه یې ونیول شوه.
د مراسمو د جوړېدو د کمېسیون غړو او د هغه پلویانو ویلي وو چې د ولسمشر د رسمي لارښوونې له مخې ټاکل شوې وه چې دا مراسم د لویې جرګې په تالار کې ترسره شي؛ خو د څرګندو او ناګرڅرګندو لاملونو له مخې حکومت د دغه کار مخه نیولې ده.
د ډاکټر نجیب الله پلویان او د وطن ګوند غړي چې وايي څه باندې لسو زرو تنو کسانو په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره نوملیکنه کړې ده.
ګلبدین حکمتیار د تېرې جمعې پر ورځ له خپلو پلویانو غوښتي وو چې د دغو مراسمو د ترسره کېدو مخه ونیسي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې د لویې جرګې تالار د ولسمشر د حکم په صادرېدو سره سیاسي او ناسیاسي ادارو ته ورکول کېږي، خو د پروګرامونو د ډول او مدیریت کې یې ولسمشرۍ ماڼۍ لاسوهنه نه کوي.
څلرویشت کاله مخکې د تلې په شپږمه د کابل له نیول کېدو سره، طالبانو د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله او ورور یې شاهپور ووژل او مړي یې د اریانا کابل په څلور لارې کې وځړول شول.
په دې اړه مو اندونه