Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي له امله د مشرانو جرګې اندېښنې

د هېواد په ځینو برخو کې د تاوتریخوالي له نوې څپې وروسته مشرانو جرګه د سه شنبه پر ورځ خبرداری ورکوي چې د دې وضعیت دوام پر نورو برخو سربېره د سولې هڅې هم زیانمنوي.

ځينو سناټورانو په نننۍ غونډه کې ګواښ وکړ چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، باید مسوولانه وي.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وویل:«اوس باید د هغوی ملاتړ له دې ځایه وکړو، پر مرکزي حکومت فشار راوړو چې په ټولو ولایتونو کې په ځانګړې توګه په هلمند کې له امنیتي ځواکونو سره په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې مرسته وکړي.»

د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري هم وايي:«که چېرې دا بې پامي دوام وکړي خدای مه کړه د دې شاهد به واوسو چې بله ورځ په نورو ولایتونو او پلازمېنه کې هم دا پېښې رامنځته شي.»

بل خوا د مشرانو جرګې ځينې نور غړي د هېواد له امنیتي ځواکونو د امریکایانو ملاتړ هم له پوښتنې سره مخ کوي.
  
د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار څرګندوي:«امریکایان له افغانستان سره ریښتینې نه دي. له یوې خوا له موږ سره امنیتي تړون لري او له بلخوا هڅه کوي چې یو ډول نه یو ډول دا اوسنی وضعیت پر موږ تحمیل کړي.»

د مشرانو جرګې بله غړې ګلالۍ نور صافۍ زیاتوي:«باید په افغانستان کې ژر تر ژره اوربند وشي او د بهرنیو ځواکونو وتل په ځانکړې توګه د امریکایانو باید مسوولانه وي.»

پر امریکايي ځواکونو دا نېوکې په داسې حال کې کېږي چې د دوشنبې په ورځ دغو ځواکونو په هلمند کې پر طالبانو د څو هوایي بریدونو خبر ورکړ.

د امریکايي ځواکونو ویاند وویل چې دا بریدونه له طالبانو سره د امریکا د هوکړه لیک د مادو له مخې د افغان ځواکونو په ملاتړ شوي دي.

شریک یي کړئ