Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فاریاب کې توغندیز برید د څلورو ملکي کسانو ژوند واخیست

د فاریاب پولیس د دغه ولایت شیرین تګاب ولسوالۍ بازار کې د توغندي لګېدو له کبله د څلورو ملکي کسانو له وژل کېدو خبر ورکوي.

د فاریاب د پولیسو ویاند، عبدالکریم یورش وايي دغه توغندی نن(پنجشنبې لړم په لومړۍ نېټه) د طالبانو لخوا ویشتل شوی دی او پایله کې یې لس ملکي کسان ټپیان شوي هم دي.

ښاغلی یورش زیاتوي چې طالبانو توغندی د افغان ځواکونو نښه کولو په موخه ویشتل چې د ولسوالۍ په بازار کې لګېدلی دی.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د فاریاب د پولیسو ویاند، عبدالکریم یورش وايي د پېښې ټول قربانیان م لکي کسان دي

شریک یي کړئ