د کندوز ولایت پر ودانۍ د هاوان لګېدو څلور تنه وژلي او اته تنه نور ټپيان کړي دي.
یوه امنیتي سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې د ژول شوي کسان د کندوز د والي میرزکوال ساتونکي دي او د دغې پېښې ټپيان هم شپږ پوځيان دي او دوه د ولایت د مقام مُلکي کارکوونکي دي.
ورته مهال د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي چې دغه هاوان نن ماښام هغه مهال د ولایت مقام پر ورزشي میدان لګېدلی چې سرتېري پر والیبال لوبه بوخت وو.
ښاغلی مرادي وايي چې هاوان د طالبانو له خوا توغول شوی دی، خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.