Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسپر محرمانه یادداښت: د ځواکونو د کمښت لپاره زمینه مساعده نه ده

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې، د ټرمپ ټویټ چې ویل یې تر کرېسمس پورې به ټول امریکايي ځواکونه هېواد ته راستانه کړل شي، د امریکا لوړ پوړو پوځي چارواکو چې په تدریحي وتلو په طرحې یې کار کاوه اندېښمن کړل.

جګپوړو امریکایي چارواکو واشنګټن پوسټ ته ویلي دي چې د امریکا د دفاع پخوانی وزیر مارک اسپر د ډانالډ ټرمپ له لوري له ګوښه کېدو مخکې د تاوتریخوالي او د امریکایي ځواکونو پر وړاندې د خطرونو زیاتېدو ته په نغوتې سره په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور د کمېدو پر دوام اندېښنه څرګنده کړې وه.

خو څو ورځې وروسته او د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ له ماتې وروسته، نوموړی له دندې لېرې کړای شو.

د واشنګټن یو شمېر چارواکي واشنګټن پوسټ ته تایید کړې ده چې اسپر او ټرمپ په بېلابېلو مسایلو کې له یو بل سره اختلاف درلود چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل تر ټولو لوی هغه بلل کېږي.

کولین جکسون چې د ټرمپ ادارې په لومړیو کې پر افغانستان د څارنې لپاره د پنټاګون تر ټولو لوی چارواکی و؛ دغې ورځپاڼې ته ویلي دی چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل ښې پایلې نه لري:«هېڅ داسې بېلګه نه لرو چې وښيي زموږ د ځواکونو وتلو ښه پابله ورکړې وي، په  ویټنام، عراق او هېڅ ځای کې.»

د مارک اسپر له ګوښه کېدو وروسته کریسټوفر مېلر چې ډانالډ ټرمپ ته له نږدې څېرو بلل کېږي، د امریکا د دفاع وزارت سرپرست ټاکل شوی. د امریکايي کارپوهانو په باور هغه به په افغانستان کې د ټرمپ تګلاره تعقیب کړي.

اوس اوس هغه د امریکا د دفاع وزارت کارکوونکو ته په یوه لیک کې ویلي دي چې امریکا القاعدې او د هغې همکارانو ته د ماتې ورکولو په درشل کې ده او امریکايي ځواکونه باید خپل هېواد ته ستانه شي؛ خو ددغه کار لپاره یې بیړنی امر نه دی کړی.

افغان حکومت په دې تړاو چې د روان میلادي کال تر پایه به په افغانستان کې څومره امریکایي سرتېري پاتې شي؛ څه نه وايي،. تر دې وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دی چې افغان پوځیان د هېواد د امنیت د ټینګښت توان لري ؛ خو د امریکايي ځواکونه وتل باید مسوولانه وي .
 
شریک یي کړئ