Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې جنګي جرمونه؛ اسټرالیا خپلو ځواکونو کې اصلاحات راولي

په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو د جنګي جرمونو له پخلي وروسته، د اسټرالیا د دفاعي ځواک قومندان جنرال انګس کمپبل تر خپلې ادارې لاندې ځواکونو کې د اصلاحاتو ژمنه کړې ده.

جنرال کمپبل زیاته کړه چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د جنایاتو په اړه رپوټ باید په ځان پورې اړوند وګڼي او د دغو جنایاتو د نه تکرارېدو لپاره بدلونونو د رامنځته کېدو لپاره ژمنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو د ۱۱ کلن حضور کړنې په یوې څلور کلنې ارزونه کې چې په دې وروستیو کې چمتو شوې د دې ښودنه کوي چې د دغه هېواد ځواکونو په افغانستان کې په ځانګړې توګه په ارزګان ولایت کې د څه کمو ۴۰ بې ګناه ولسي وګړو وژنه کې لاس لرلی دی.

جنرال کمپبل په دې اړه زیاته کړه:«زه غواړم چې د اسټرالیا دفاعي ځواکونه ومني چې داسې څه دي چې باید د هغه مسوول واوسو که چېرې د هغه مسوول نه وو، هغه به لرې نه شو کړای او که چېرې هغه لرې نه کړو، شونې ده دا وحشت بیا ځلې تکرار شي او زه نه شم کولای هغه ومنم.»

د دغو څېړونو پر بنسټ، په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو د خپلې حضور په دوره کې له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۶ زیږدیز کال پورې د ۳۹ افغان بزګر او ولسي وګړو چې زنداني وو په وژنه کې لاس لری دی.

په رپوټ کې د ۵۷ وژنو دوسیې ارزول شوي دي او کابو زر تنه د هغه په اړه شاهدي ورکړې ده.

د چهار شنبې په ورځ، د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ مورېسون هم په دې اړه له ولسمشر غني سره په ټلېفون خبرې وکړې.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د اسټرالیا لومړي وزیر ډاډ ورکړي چې په دغه هېواد کې د عدالت ترسراوي ته ژمن دی.

د بشري حقونو دفاع کوونکي بنسټونه وايي چې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د قرباني کورنیو لپاره باید عدالت تامین شي.

اسټرالیا د واشنګټن یو له نږدې متحدانو اسټرالیا افغانستان ته په ۲۰۰۵ کال په وزرګونه ځواکونه واستول او ډېری دغه ځواکونه په ارزګان ولایت کې ځای پر ځای شول.

که څه هم په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو جنګي ماموریت په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې پای ته ورسېد، خو د اسټرالیا ۴۰۰ سرتېري افغان ځواکونو په روزنه بوخت دي.

شریک یي کړئ