Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر کابل د توغندويي بریدونو د قربانیانو شمېر ۱۰ تنو ته ورسېد

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په نننۍ غونډه کې (یکشنبې د لیندۍ په ۲مه) چې د پلازمېنې د امنیتي وضعیت د څېړنې په اړه وه، ویلي دي په کابل ښار کې د تېرې ورځې توغندويي بریدونو په پایله کې لس تنه وژل شوي او ۵۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

ښاغلي صالح په خپل فېسبوک پاڼه د دغې پوښتې په ځواب کې چې ولې د درېیم ځل لپاره له یوه ځایه پر ښار توغندي توغول کېږي، لیکلي دي چې دا مسله به په جدي او ژوره توګه وڅېړل شي.

بلخوا ښاغلی صالح لیکلي چې تېره ورځ د دولسمې حوزې په اړوند سیمه کې د مقناطیسي ماین چاودنه کې درې وروڼه چې د امنیتي ځواکونو غړي وو وژل شوي دي.

طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د یکشنبې پر سهار هم په کابل ښار کې دوه چاودنې شوې دي چې په پایله کې یې یو ټکسي چلوونکی ټپي شوی دی.

د کابل پولیس په یوې خبرپاڼه کې وايي چې نن سهار د کابل ښار د یولسمې حوزې په اړوند د خیرخانې حصه اول سیمه کې پر یوه ټکسي موټر د مقناطیسي ماین چاودنې له امله یو تن ټپي شوی دی او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.

خو د پېښې شاهدان واي چې په دغې چاودنه کې څلور تنه ټپيان شوي دي.

ورته مهال د کابل د پولیسو چارواکي وايي چې یوه بله چاودنه د هوايي ډګر په واټ کې د ملي پوځ پر یوه رنجر موټر شوې ده، خو د هغه مرګ ژوبله روښانه نه ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه