د ملي امنیت ریاست سرپرست، ضیاسراج پارلمان ته د خپل پلان وړاندې کولو پرمهال وايي چې طالبان له کراچۍ او پېښور امنو مرکزونو غواړي موږ له کړکېج سره مخامخ کړي.
نوموړي نن(دوشنبې د لیندۍ په ۳مه نېټه) خپلو خبرو کې وویل چې که د دوی دغه امن مرکزونه نه وی، نو دا ډله به له منځه ولاړه وه.
د ملي امنیت عمومي ریاست لپاره نوماند په داسي حال کې چې د ترهګرو پروړاندې د مبارزې په اړه يې خبرې کولې ویلي چې په یوه کال کې يي د ترهګرو په ګډون ۶ زره کسان نېولي دي.
بلخوا د کرنې وزارت لپاره نوماند وزیر ویلي که څه هم د هېواد ۵۶ سلنه نفوس په کرنه بوخت دي، خو ۲۸ سلنه د دوی عاید له دې لارې تر لاسه کېږي.
د دې تر څنګ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لپاره نوماند په تېرو شلو کلونو کې د دغه وزارت پر وړاندې د بې پروايي خبر ور کړی، خو زیاته کړې یې ده چې په دې وزارت کې د وضعیت د ښه والي لپاره پلانونه لري.