د غزني ولایت خواجه عمري ولسوالۍ کې د هوايي برید پایله کې دوو ماشومانو ژوند بایللی او درې نور تپیان شوي دي.
د دغه ولایت اوسېدونکي نن(چهارشنبې د لیندۍ په ۱۲مه نېټه) وايي چې پېښه د خواجه عمري ولسوالۍ په ده حاجي کلي کې شوې ده.
د دوی په وینا برید کې څو کورونو او یوه جومات ته زیان اوښتی دی.
په همدې حال کې د وژل شویو کسانو خپلوان د پېښې د څېړلو غوښتنه کوي.
حکومتي مسوولینو هم ویلي دي چې د پېښې په تړاو څېړنې کيږي.