د بغلان ولایت امنیتي مسوولین د دغه ولایت خنجان لپاره د طالبانو لخوا د نومول شوي ولسوال له وژل کېدو خبر ورکوي.
د یاد ولایت پولیس (یکشنبې د لیندۍ په ۱۷مه) وایي، د طالبانو دغه تش په نامه ولسوال سره یې درې ملګري هم وژل شوي دي.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند، احمد جاوېد بشارت څرګندوي چې ملا امیر محمد په دوشي ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو پر پوستو برید کړی و چې په ځوابي برید کې له خپلو درېیو کسانو سره یوځای وژل شوی.
ښاغلي بشارت افغان ځواکونو ته د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.