Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'جوماتونو کې د زده کړې طرحه له ښوونځيو محرومو سیمو ته ځانګړې ده'

له هغې وروسته کله چې د پوهنې وزارت هغه طرحه چې له لومړي تر درېیم ټولګي زده کوونکي به په جوماتونو کې زده کړې کوي له غبرګونو سره مخ شوه، دغه وزارت وايي چې دغه طرحه یوازې د هېواد په هغو برخو کې تطبیق کېږي چې زده کوونکي ښوونځيو ته لاسرسۍ نه لري.

د پوهنې وزارت یو سلاکار وايي چې د دي پلان جزئیات یوازې د پوهنې سرپرستي وزیرې او د هغې نږدې کاري ډلې ته معلوم دي.

له دې سره پر یو وخت د ولسمشر ویاند ټینګار سره وايي چې ولسمشرۍ ماڼۍ له دې مسلې خبره ده او د پوهنې وزارت د یاد پلان په اړه ناسم پوهاوی شوی دی.

هغه وویل:«هغوی کوم پروګرام چې تر لاس لاندې لري یوازې د درسي نظام د پیاوړتیا لپاره دی.»

هغه خبرپاڼه چې په جوماتونو کې له لومړي تر درېیم ټولګي پورې د زده کوونکو د زده کړو په تړاو د شنبې پر ورځ د پوهنې وزارت پر فېسبوک پاڼه خپره شوه؛ د دوشنبې پر ورځ اېډېټ شوې ده.

د خبرپاڼې په سمه شوې بڼه کې ټینګار شوی دی چې د پوهنې وزارت دا طرحه به په هغو سیمو کې چې ښوونځي ته لاسرسي ونه لري، عملي شي.

په وروستیو څلرویشتو ساعتونو کې د ټولنیزو شبکو کارونکو د پوهنې وزارت د دې خبرپاڼې او هغه څه پر وړاندې چې په خپله د پوهنې وزارت سرپرستې په دې تړاو پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي دي، غبرګونونه ښودلې دي.

د کابل اوسېدونکی عبدالرووف په دې اړه وویل:«غواړي چې ښوونځي وتړي؟ علم او فرهنګ له موږ څخه لېرې کړي؟ غواړي چې ښوونځی له موږ واخلي؟ جومات خو زموږ و او دی!»

زده کړیال عبدالباسط کړوخېل هم وايي:«دا د افغانستان له خلکو او ټولنې سره هېڅ همغږي نه لري.»

په وروستۍ یوه اوونۍ کې د پوهنې وزارت سرپرسته دوه ځلي پارلمان ته تللې ده، خو دواړو جرګو ته یې په وینا کې دغه پلان ته هېڅ نغوته نه ده کړې.
 
ځينې سرچینې وایي چې د پوهنې وزارت ډېری کارکوونکي له دغه راز پلانه خبر نه وو او پر دې حک حیران شوي دي چې دا هر څه یې د رنګینې حمیدي پر ټويټر پاڼه او د پوهنې وزارت پر فېسبوک پاڼه لیدلي دي.

د دغه وزارت رسمي لیدلوري هم په دې تړاو د بې خبرۍ ښودنه کوي.

د پوهنې وزارت سلاکاره زینب موحد څرګندوي:«په خپله پوهنې وزیر او هماغې ډلې ته چې لري یې اړوند دي، چې په پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو په هکله دي بحث کېږي.» 

رنګینه حمیدي چې د پوهنې وزارت نوماند وزیره هم وه؛ تېره اوونۍ یې له ولسي جرګې رایه وانخیسته.
 
د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي چې د وزارتونو او دولتي ادارو د سرپرستۍ د تنظیم قانون له مخې رنګینه حمیدي د ولسي جرګې له لوري له ردېدو وروسته؛د پوهنې وزارت د سرپرستې په توګه نه شي پاتې کېدلای.

د ولسي جرګې غړی سید حسن پکتیاوال وايي:«ژر تر ژره په دې برخه کې غور وکړو؛ ځکه چې د هېواد د بچیان په حق کې جفا ده!»

په هېواد کې د  ښوونځیو د زده کوونکو شمېر څه باندې نهه مېلیونو تنو ته رسېږي. له دې منځه څه باندې درې مېلیونه یې نجونې دي.

د پوهنې وزارت د یوې سلاکارې څرګندونې د دې ښودنه کوي چې د دغې طرحې جزییات، یوازې د پوهنې وزارت سرپرستې او هغې ته نږدې کاري ډلې پورې اړوند ګڼي.

شریک یي کړئ