یوه امنیتي سرچینه وايي د افغان ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ د غزني اندړو ولسوالۍ ته نیږدې د نمبریک لویې لارې په اوږدو کې نښته روانه ده.
سرچینه زیاتوي، نښته تېره شپه (سې شنبې د لیندۍ په ۱۸مه نېټه) هغه مهال پیل شوه چې وسلهوالو د افغان ځواکونو پر یوې پوستې برید وکړ.
سرچینه همداراز وايي چې وسله والو لومړۍ د اندړو ولسوالۍ اړوند سیمه کې یوه موټربم ته چاودنه ورکړې او وروسته له افغان ځواکونو سره په نښته بوخت شوي دي.
وروسته له دې د هېواد ملي دفاع وزارت وايي وویل چې غزني کې یې د افغان ځواکونو پر پوستې د وسله والو په شا تمبولی دی.
د یاد وزارت خبرپاڼې له مخې نښته کې دوو تنو افغان سرتېرو ژوند بایللی او درې نور ټپیان دي.