د هغه ضرب الاجل او ورکر کړل شوې موده چې د یما سیاوش کورنۍ، د مرکزي بانک پر موټر د چاودنې د څېړنې لپاره دولت ته ورکړې وه، نن چهارشنبه(د ل لیندۍ په ۲۶مه نېټه) پایته ورسید، خو تراوسه هېڅ یوه دولتي بنسټ په دې هکله جزیات نه دي وړاندې کړي.
د ولسمشر د لومړي مرستیال دفترتېره ورځ وویل چې په دې هکله د ملي امنیت د عمومي ریاست د څېړونو د پایلو د ترلاسه کولو په تمه دی.
په دې موده کې دولتي ادارو د دې پېښې په تړاو متفاوتې څرګندونې کړې دي، خو هېڅ یوه دا اداره په تېره بیا د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي او د دغه بانک نور چارواکي نه دي حاضر شوي چې په دې تړاو مشخصو پوښتنو ته ځواب ورکړي او د افغانستان بانک د امنیتي کمرو تصویرونه او د په نښه شوي موټر د جي پي اس دستګاه معلومات خپاره کړي.
د افغانستان بانک په موټر کې د چاودنې له امله د دغه بانک رسنیز سلاکاریما سیاوش، د افغانستان بانک د دفتر د آمریت اجرایه رییس او موټر چلوونکی امین الله رضايي وژل شوي وو.
د یما سیاوش کورنۍ په دې تړاو په یوه شکایت لیک کې ویلي دي چې که په هېواد کې دننه دا پېښه ونه څېړل شي؛ دا دوسیه به د څېړنو لپاره د لاهې نړیوالې محکمې ته ولېږي.