Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ارزګان کې ۵ سرتېرو ژوند بایلود

د ارزګان ولایت سیمه ییز مسوولین دهراوود ولسوالۍ کې د طالبانو برید پایله کې د پنځو سرتېرو له ژوند بایللو خبر ورکوي.

د والي ویاند، احمدشاه ساحل نن(چهارشنبې د لیندۍ په ۲۶مه نېټه) وايي نښته کې درې سرتېري ټپیان شوي دي.

د ښاغلي ساحل په وینا په هغو سرتېرو کې چې ژوند یې بایللی، قومندان یې هم شامل دی.

سیمه ییز مسوولین وايي چې د افغان ځواکونو ځوابي برید کې ۱۷ طالب وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

په همدې حال کې د هېواد ملي دفاع وزارت څرګندوي چې افغان ځواکونه د دهراوود ولسوالۍ اداره په لاس کې لري او خپل بریدونه به زیات کړي.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ارزګان کې ۵ سرتېرو ژوند بایلود

د ارزګان د والي ویاند وايي په هغو سرتېرو کې چې ژوند یې بایللی، قومندان یې هم شامل دی

شریک یي کړئ