د سولې د مذاکراتو د دویم پړاو په درشل کې، د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړي وايي چې د جمهوریت نظام ساتل او په هېواد کې د جګړې پای ته رسېدل، د مذاکراتو په دغه پړاو کې د مرکچي پلاوي تر ټولو مهم لومړیتوبونه دي.
په قطر کې د سولې مذاکراتو له پېلېدو دوه ورځې وړاندې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي مشر او ځينې غړي په یوې غونډه کې چې د افغانستان د سټراټېژیکو مطالعاتو د انسټيټیوټ له لوري جوړه شوې ده؛ ګډون کړی دی وايي چې جګړه د لنډې مودې لپاره نه بلکې داسې پای ته ورسېږي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی وايي:«لومړی د امنیت بحث دی چې د افغانستان د خلکو لپاره ډېر حساس او اهمیت لري. په دې دلیل چې د امنیت په بحث کې له اوربند څخه شروع د خلکو، لارو خوندیتوب او همدارنګه د نشه يي توکو مطرحه کول دي.»
د افغانستان د مرکچي پلاوي غړي ډاډ ورکوي چې په سولې مذاکراتو کې به د هېوادوالو ټول حقونه او دغه راز د جمهوریت نظام ساتل دوی ته مهم لومړيتوب وي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی محمد ناطقي وویل:«موږ په راتلوونکو مذاکراتو کې، له هغه څه چې باید دفاع وکړو هغه د افغانستان نظام دی چې باید په ټولو ځایونو کې وپېژندل شي.»
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح هم څرګندوي:«مذاکرات د دواړو لوریو په مالیکت دي او هېڅ بهرنی هېواد د مذاکراتو په برخه کې اغېزمنتیا نه لري.»
د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي وایي چې د سولې مذاکراتو په تړاو هم ولسمشر او هم د ملي روغې جوړې عالي شورا ته راپور ورکوي، خو د ملي روغې جوړې د عالي شورا د عمومي مجمع نه جوړېدل لا هم یوه د اندېښنې وړ مساله ده.
ښاغلي ستانکزي په دې اړه زیاته کړه:«تراوسه هم د شورا د عمومي مجمع یوه برخه بشپړه شوې نه ده او خلک غواړي چې هلته پراخ ګډون ولري.»
له دې ټولو سره سره د ناټو سرمنشي له یوې جرمنۍ رسنۍ سره په مرکه کې د افغانستان د سولې بهیر ماتېدونکی بللی دی او وايي چې د دې بهیر د بریاليتوب لپاره هېڅ تضمین نشته.
د ناټو عمومي سرمنشي ینس استولتنبرګ ویلي:«د افغانستان د سولې بهیر ماتېدونکی دی او د دې بهیر د بریالیتوب لپاره هېڅ تضمین نشته.»
ځينې دیني عالمان هم له افغان حکومت او طالبانو غواړي چې د سولې یوې هوکړې ته سره ورسېږي او له جګړې لاس واخلي.
دیني عالم ګل احمد صدیقي وايي:«د هغه خدای په روی چې ټوله نړۍ یې پیدا کړې، نور نو جګړه بس کړئ!»
د دواړو لوریو د هوکړو له مخې تمه کېږي چې د مذاکراتو دویم پړاو د جنورۍ میاشتې په پنځه نېټه له سره پېل شي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي مشر وایي چې د هېواد په کلیو کې عادي ژوند ته د جنګیالیو راستنېدل ډېر مهم دي او که دا کار په سم ډول مدیریت نه شی، افغانستان به ټیکاو ته ونه رسېږي.