د تېرو دولسو میاشتو په لړ کې، افغانستان کې د خپرونو څلور چلوونکي، څلور خبریالان، او یو تصویر اخیستوونکی د ترهګریزو پېښو په پایله کې وژل شوي دي.
په لښکرګاه کې د سمون راډیو د خپرونو چلوونکی سفر محمد اتل، په فیروز کوه کې د غور راډیو د خپرونو چلوونکی احمد خان نوید، په کابل کې د خورشید ټلوېزون خبریال میرواحد شاه امیري، په خورشید ټلوېزون کې تصویر اخیستونکی شفیق ذبیح الله، په کابل کې د طلوع نیوز د سیاسي خپرونو چلوونکی یما سیاوش، په لښکر ګاه کې د آزادي راډیو خبریال الیاس داعي او په جلال آباد کې د انعکاس ټلوېزیون د خپرونو چلوونکې ملاله میوند، په غزني کې آزاد خبریال رحمت الله نیکزاد او په غور کې خبریال بسم الله عادل هغه خبریالان، تصویر اخیستونکی او د خپرونو چلوونکي دي چې د تېرو دولسو میاشتو په لړ کې وژل شوي دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیاله سعیده مژګان مصطفوي وايي:«یو تر ټولو مهم کار چې کېدای شي په دې درشل کې ترسره شي، د دغو پېښو جدي پلټنه ده. د دې لپاره که چېرې د معافیت کلتور په دغې ټولنه کې رامنځه شي بیا به ډېره ستونزمنه وي چې وکړای شو په ټولنه کې دا ډول بریدونو او ستونزو مخه ونیسو.»
د افغانستان د خبریالانو د مرکز څېړنې ښيي چې تر اوسه د خپرونو د دوو چلوونکو په قتل کې داعش د یوه خبریال او یوه تصویر اخیستونکي په قتل کې طالبان او د خپرونو د دوو نورو چلوونکو په قتل ناپېژاندي کسان تورن دي او نورو خبریالانو د هدفي وژنو عاملان تر اوسه څرګند شوي نه دي.
خو طالبان د خبریالانو په وژنه کې خپل لاس لرل ردوي.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز اجرايي رییس احمد قریشي وايي:«حکومت له نړیوالې ټولنې سره په همکارۍ د افغانستان رسنیزې ټولنې د اندېښنو د زیاتوالي د مخنیوي لپاره یوه عملي کړنلاره غوره کړي.»
د خبریالانو د هدفي وژنو دوام له تندو غبرګونونو سره هم مخ شوی دی. داسې چې په غور کې سیمه ییزو آزادو رسنیو د خبریال او غور غږ راډیو د مسوول مدیر بسم الله عدل د وژل کېدو په اعتراض کې نن د درېیو ورځو لپاره خپلې خپرونې ودرولې.
په غور کې خبریال اصف نایاب وايي:«دوه ورځې مخکې موږ په رسنانه کې خپل ښه همکار ښاغلی بسم الله عادل ایماق د غور غږ راډيو مسوول مدیر له لاسه ورکړ او دا د مطبوعاتو کورنۍ ته یوه ستره تشه ده.»
سناتوران هم د خبریالانو د هدفي وژنو پر دوام د اندېښنې په څرګندولو سره له مسوولو ادارو غواړي چې د خبریالانو امنیت وساتي او د دغو وژنو عاملان ونیسي.
د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلیمیار وویل:«د خبریالانو د خوندیتوب لپاره یوه لایحه باید جوړه شي. هم د ملي امنیت شورا سلاکاري، ملي امنیت او کورنیو چارو وزارت باید پر هغه کار وکړي چې خوندي ژوند وکړو او هغه دنده چې د بیان ازادۍ لپاره یې لري وکړای شي په خپل رضایت سره ترسره کړي.»
په تېر زیږدیز کال کې د خبریالانو د هدفي وژنو په زیاتېدو سره افغانستان د بې پولې خبریالانو د سازمان له لوري د خبریالانو لپاره پنځم مرګونی هېواد وپېژندل شو.